لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: پاکستان ترهګرۍ ته په کامیابۍ سره ماتې ورکړې، خو څيړونکي وايي ترهګري بشپړه نه ده ختمه شوې


TTP and Imran Khan
TTP and Imran Khan

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، "پاکستان په کاميابۍ سره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې ده، د تشدد دپاره هيڅ زغم نه لرو چې د وسيلې په توګه کارول کیږي".

د پاکستان وزیراعظم خان په ټویټر ويلي،

"په 16دسمبر 2014 په ترهګر بريد کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د 132 ماشومانو په ګډون 140 کسان وژل شوي وو. پاکستان په کاميابۍ سره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې ده. زه يو ځل بيا ټينګار کوم چې د اې پي اېس په ترهګر بريد کې ژوندي پاتې شوي او مياندې پلاران به کله هم د پامه ونه غورځوو. تشدد چې څوک هم د وسيلي په توګه کاروي هغه به ونه زغمو".

خو د امنیتي چارو څیړونکي وايي په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې خو دا ويل به سم نه وي چې ترهګري په مکمله توګه ختمه کړی شوې ده.

د امنیتي چارو کار پوهه د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی لوړ پوړی چارواکی اخترعلي شاه وايي، په تيرو وختونو کې چې په سوات، وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د حکومت عملداري چېلنج شوې او هلته متوازي يا هلته وسله والو خپل عدالتونه جوړ کړي او خپل نظام يې جوړ کړی وو هغه خو ختم شوي خو ترهګري په مکمله توګه نه ده ختم کړی شوې.

د پاکستان وزيراعظم دغه ټویټ په داسې حال کې کړی چې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد اووه کاله پوره شو.

د ياد خونړي ترهګر بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.

عمران خان د ترهګرۍ په کاميابۍ سره ختمولو خبره په داسې حال کې کړې چې ټي ټي پي په وروستيو کې د پاکستان د حکومت سره د يوې میاشتې د ډز بندۍ ختمولو ويلي او د هغې وروسته يې په خېبرپښتونخوا او راولپنډۍ کې په امنیتي سرتيرو د بریدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، هغه يې په ځواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د ټي ټي پي د ډز بندۍ د اعلان وروسته په (13دسمبر) د پاکستان د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودهرى ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.

عمران خان خان په خپل ټويټ کې ويلي،. تشدد چې څوک هم د وسيلي په توګه کاروي هغه به ونه زغمو، خو د پاکستان تحریک انصاف په حکومت هغه وخت سختې نيوکې شوې چې د تحریک لبېک نومې ډلې سره یې د تشدد څخه ډکو احتجاجي مظاهرو وروسته مذاکرات کړي وو.

د اکتوبر په مياشت کې د ټي اېل پي د احتجاجي لاريون په مهال د پنجاب پولیس سره نښتې شوې، پوليس سرتيري پکې وژل شوي او حکومتي چارواکو ويلي وو دولتي تاسیساتو ته یې زیان اړولی وو.

وروسته د تحريک انصاف حکومت د ټي اېل پي سره د تشدد څخه ډکو مظاهرو ختمولو په بدل کې دغه ډلې ته په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه ورکړې او د 2000 نيول شوو غړو د خوشي کولو يې ویلي وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت روان کال د ټي اېل پي ډله لاقانونه ګرځولې کله چې دې ډلې د تشدد څخه ډکې مظاهرې کړې وې، دا ډله ترهګره ګرځول شوې او سعد رضوي چې د دې ډلې مشري کوي هغه هم نيول شوی وو. خو د مذاکراتو وروسته سعد رضوي بيا خوشی کړی شوی وو.

د پاکستان د حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره جوړې ادارې نېکټا په وېب پاڼه د خپرو شوو لاقانونه ګرځول شوو ډلو په نوملړ کې تحريک لبېک پاکستان د روان کال په 15 اپرېل لاقانونه ډله ګرځولې خو وروسته تحریک لبېک ډله د دغه نوملړ څخه ویستل شوې ده.

اختر علي شاه وايي، په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د برید وروسته چې د ترهګرۍ پرضد کومه قامي تګلاره (نېشنل اېکشن پلان) جوړ شوی وو، هغه په پوره توګه نه دی عملي شوی، ځکه تندروه ډلې اوس هم شتون لري.

نوموړی وايي په نېشنل اېکشن پلان کې چې د تشدد نه زغملو کومه خبره شوې وه هغه نه ده عملي شوې او هغه عملي کېدو ته اړتيا لري.

په پاکستان کې مطبوعاتو او څيړونکو د ټي اېل پي او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د حکومت د زغم پېمانې ته توپيري او پاليسۍ ته دوه مخې ويلي وو.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د قومي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د ټي اېل پي د مشر د خوشي کېدو په غبرګون کې ویلي وو، د علي‌ وزیر په جیل کې ساتل او سعد رضوي خوشې کول ښايي‌ چې د پاکستان ریاست او طاقتوره ادارې هر ممکن کوشش کوي چې هغه اواز غلی کړي چې د ترهګرۍ پرضد پورته کیږي خو بلخوا د محسن داوړ په وېنا چې څوک په رښتیا ترهګر دي، د پاکستان ریاست ورته هرکلی وايي.

محسن داوړ ويلي وو پاکستان د تحریک طالبان او د تحریک لبېک سره خو مذاکرات کولی شي خوعلي‌ وزیر چې ولس د پارلېمنټ غړی منتخب کړی هغه یې په بندي خانه کې په دې ساتلی چې د ریاست په هغو تګلارو به یې تنقید کولو چې له وجې یې ترهګرۍ وده کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG