لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دترهګرو برید کې یو پولیس وژل شوی،دوه ژوبل


دافغانستان پولې سره لګیدلې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې ترهګرو په پولیسو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

په عین حال کې پولیس دعوه کوي چې دشمالي وزیرستان ترڅنګ ډیره اسماعیل خان سیمه کې یې دترهګرو په ضد عمللیات کړي اؤ دپاکستاني طالبانو دتحریک یو مهم کمانډر طاهر زمان چې په باسط مشهور ؤ،یې وژلی دی.

پاکستان کې یو ځل بیا وروسته په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ څټګ شوې چې روانه میاشت دپاکستاني طالبانو تحریک حکومت سره د ډزبندۍ دشوي تړون ماتولو اعلان وکړو.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دشمالي وزیرستان دپولیسو دضلعي مشر یا ډي پي او دفتر وائس اف امریکا ډیوه ته شمالي وزیرستان کې په پولیسو شوي برید کې دیو پولیس د وژل کیدو اؤ دوؤ نورو دټپي کیدو پخلی کړی دی.

د ډي پي او دفتر وایي دغه برید دچهارشنبې په شپه دافغانستان پولې ته څېرمه دغلام خان په ډانډګي سیدګۍ سیمه کې شوی دی.

پولیس وایي دا برید ترهګرو سیمه کې د پي ټي سي ایل (ټیلي فون) ددفتر په حفاظت مامورو پولیس عسکرو باندې کړی دی.

دپولیسو وینا ده چې دپېښې سره سم سیمې ته په لویه شمیره کې امنیتي ځواکونه رسیدلي اؤ دغلته یې دپېښې دپلټنو ترڅنګ دلټونې عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه ددې برید ذمه واري کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو کوم بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

په عین حال کې ډ ډیره اسماعیل خان پولیس وایي چې دکلاچۍ په ټکواړه سیمه کې یې دپاکستاني طالبانو د اړوند ګنډه پور ډلې دترهګرو په ضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ ددغه ډلې یو مهم کمانډر طاهر زمان یې وژلی دی.

دپولیسو د ویاند لخوا دخپور شوي بیان له مخې وژل شوي طالب کمانډر دباسط،طارق اؤ شیخ په نومونو هم پیژندګلو لرله اؤ هغه په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ یو شمیر بریدونو کې ککړ ؤ.

طالبانو لا دپولیسو ددې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې روانه میاشت دپاکستاني طالبانو تحریک حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی اؤ تر هغې وروسته یې په امنیتي ځواکونو دشوؤ یو شمیر بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې حکومت اؤ‌ ټي ټي‌ پي منلې وه چې دیوې میاشتې اوربند یې کړی خو څېړونکي وایي پاکستاني طالبانو سره چې کله هم اوربند شوی نو هغوئ دغه فرصت څخه په استفاده ځانونه نور پیاوړي کړي اؤ بیا یې په بشپړ شدت سره خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

اسلام اباد کې میشت سینئیر خبریال طاهر خان تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي ه چېرې په پاکستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه زیاتېږي نو په نتیجه کې یې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ مسلې پېدا کېدلی شي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دچارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي وؤ د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.

خو پاکستان کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان د ټي ټي پي په اړه د اطلاعاتو د وزيرخبرې یو سياسي بیان بولي او وايي چې دا مسله دومره اسانه نه ده ، افغان طالبان هم غواړي چې دا مسله حل شي او که د پخوا غوندې ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه خپل بريدونه جاري ساتي نو دې سره به د پاکستان حکومت او افغان طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شي

د وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې حق نواز خان ویلي که افغان طالبان د ټي ټي پي په ضد عملیات کوي نو يوه لار دا کيدی شي چې وسله وال یې داعش ته لاړ شي او دا به بيا افغانستان او هم پاکستان ته لویه مسله وي.

د ځينو څيړونکو وينا ده چى د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت تر منځ د ډزبندۍ او خبرو بيا پېل کولو د پاره به افغان طالبان بيا هڅې پيلوى خو د افغان طالبانو لخوا په رسمي ډول په دغه اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG