لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوو کالو کې عدالت دارمي پبلک اسکول دپېښې فیصله وانه ورؤل شوه


په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو میاندې اؤ پلرونه وایي په عدالتونو کې ددغې پېښې داړوند قضېو پرېکړو ته د ډير وخت نه په انتظار دي۔

په پېښه داوو کالو تېریدو باوجود چې د عدالت لخوا په دغه پېښه کوم ازخود نوټس اخستل شوي د هغې پرېکړه هم لا تر دې مهاله نه ده شوې.

قانون پوهان وایي ددغه پېښې په اړه عدالتي فېصلې د ډير ځنډ سره مخ دي اؤ د داسې پېښو په هکله چې کوم معلومات هم راشي هغه د ماشومانو مور و پلار او عام ولس سره شريکول د دوي بنيادي حق دی.

په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو والدین وایي د پېښې په وړومبیو کې چې کوم ايف ایي ار درج شوی هغه هم دوئ رد کړي ؤ ځکه چې دغه ایف ایي ار کې هغه څوک نه وؤ نومول شوي کوم چې دوئ دپېښې ذمه وار ګڼل.

کال ۲۰۱۴م کې په ۱۶م دسمبر دپېښور په ارمي پبلک اسکول ترهګرو برید کړی ؤ چې دشلګونو ماشومانو په ګډون پکې تر ۱۴۸پورې کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغه برید پړه بیا دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه.

په دغه پېښه کې ديو وژل شوي ماشوم پلار عتيق اختر وایي په عدالتونو کې د ارمي پبلک سکول د پښې قضې دکلونو راهسې روانې دي اؤ لا یې غوڅه پرېکړه مخې ته نه ده راغلې .

وي اوی ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي که د سپريم کورټ د جج لخوا ددې پېښې په اړه له خپله انده توټس اخستل شوی ؤ او که نور کوم د کمېشن رپورټونه دي هغه له هم نه دوئ ته او نه عام ولس ته په ډاګه کړې شوي دي۔

د کال ۲۰۲۰م د جولایي په مياشت کې پېښور هائي کورټ ته د ای پي ايس د پېښې په اړه د جوډيشل کمېشن رپورټ جمع کړې شوی ؤ.

دغه رپورټ کې د وژل شوو ماشومانو مور و پلار او نورو ذمه وارو تنانو سره خبرې شوې وې۔ دغه کمېشن د پاکستان سپريم کورټ په امر جوړ کړی شوی ؤ.

د پېښور هایي کورټ وکيل شهاب خټک وایي ددغسې کمیشنونو د رپورټونو نه اغېزمن شوي میاندې اؤ پلرونه مطمين نه ښکاري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې شهاب خټک وایي دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدین چې څوک ذمه وار ګڼي هغوئ ته لا تر اوسه څه سزا نه ده ورکړل شوې چې له امله يې د هغوئ ګېلې زياتيږي او ګڼي چې لا هم ورته انصاف نه دی ترلاسه شوی.

سږکال د نومبر په مياشت کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه د سپریم کورټ لخوا د از خود نوټس د اورېدنې په مهال عدالت ته حاضر شوی ؤ او سپریم کورټ ته یې باور ورکړی ؤ چې په عدالتي حکم به د پېښور په ارمي پبلک سکول د بريد قضيه کې دکوتاهي کوونکو کسانو پرضد بې د توپيره کارروايي کولی شي.

د وژل شوؤ ماشومانو میاندو اؤ پلرونو سپریم کورټ کې دیوې اوریندې په مهال غوښتنه کړې ده چې دغه برید دخرابو امنیتي تدابیرو له امله شوی ځکه نو په اندروني توګه چې چا دترهګرو سره برید کې مرسته کړې ده هغه دې دقانون منګولو ته راکش کړل شي.

دغه قضيه چې په سپريم کورټ کې روانه ده تيره اوونۍ حکومتي څارنوال سپريم کورټ ته ويلي ؤ، وزير اعظم د اغېزمنو کورنيو د غوښتنو او دوئ سره خبرو لپاره د څلورو مرکزي وزيرانو کميټي جوړه کړې ده.

هغه محکمې ته ویلي وؤ چې د وژل شوو ماشومانو د کورنیو دريځ به هم د حکومتي ځواب برخه وي.

اټارني جنرل یا څارنوال په لسم دسمبر حکومت د سپريم کورټ نه ددغه رپورټ جمع کولو د پاره د دريوؤ ورځو مهلت غوښتی ؤ.

سپريم کورټ ته دغه ځواب وروسته له هغې شوی چې په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو والدینو د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د پخواني مشر ظهيرالسلام عباسي او د پېښور د هغې وخت دکور کمانډر جرنل هدايت الرحمن په ضد د اېف ايي ار درج کولو غوښتنه کړې وه.

سپريم کورټ ته په ورکړى شوي خواست کې دماشومانو د والدینو لخوا د خېبر پښتونخوا دپخواني اعلا وزير پروېز خټک په ضد هم د قانوني ګامونو اخستو غوښتنه شوې وه.

دنومبر په میاشت کې د قضیې اوریدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي ګلزار احمد پوښتنه کړې وه چې ایا دې قضیه کې دپوځ دپخواني سرلښکر اؤ نورو مسولینو په ضد مقدمه درج شوې ده؟

ستر څارنوال محکمې ته ویلي وؤ چې دپېښې کومې پلټنې شوي دهغې رپورټ کې د پوځ دپخواني سرلښکر اؤ داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي دمشر په ضد هیڅ نه دي موندل شوي.

مشر قاضي ویلي وؤ چې ماشومان په اسکولونو کې وژنو ته نه شي پرېښودل کیدای ،دڅوکیدارانو اؤ سپاهیانو په ضد کاروایي شوې ده خو پکار ده چې دا کارروایي دبره نه پیل کړل شوې وای

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG