لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کال 2020 کې ترهګرو د پاکستان نه په سيمه کې ترهګر فعاليتونه کول، امریکايي رپورټ


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د کال 2020 د ترهګرۍ په اړوند خپور کړي نړیوال رپورټ کې ويلي، په کال 2020 کې په پاکستان کې ترهګرې ډلې فعالې وې، دغو ډلو چې پکې افغان طالبان او حقاني نېټ ورک شامل وو، افغانستان يې په نخښه کولو، او لشکر طيبه او ورسره اړونده ډلو او جېش محمد په هند بريدونه کړي وو.

په رپورټ کې پاکستان ته په عمومي کتنه کې ویل شوي، په کال 2020 کې پاکستان د ترهګرۍ د خطرې سره مخ پاتې شوی، د کال 2019 په پرتله پکې په بريدونو کې وژنې زياتې شوي دي. په پاکستان کې غټ بريدونه ټي ټي پي او داعش خراسان کړي دي. او بېلتون خوښو ډلو په بلوچستان او سیند کې ترهګر بريدونه کړي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، پاکستان د نورو ترهګرو ډلو او د جېش محمد د مشر د مشر مسعود اظهر (څوک چې ملګرو ملتونو ترهګر ګرځولی) او د کال 2008 د ممبۍ بریدونو د جوړونکي ساجد پرضد کوم ګام نه دی پورته کړی، د چا په اړه چې خيال کيږي چې په پاکستان کې ازاد ګرځي.

په پاکستان کې د مذهبي تندروۍ په اړه ویل شوي حکومت ځینې اقدامات کړي چې تندروي راکمه کړي خو بيا هم ځینې مدرسو د تشدد څخه ډکې سخت دريځۍ درسونه ورکړي چې پکې د پاکستان په نوښار، پېښور او کوټه ښارونو کې نېټ ورک لري.

پاکستان په سمدستي توګه دغه رپورټ ته غبرګون نه دی ويلی.

د رپورټ ترمخه پاکستان په کال 2020 کې هم د ترهګرو بريدونو سره مخ پاتې شوی، خو ورسره د پاکستان امنیتي ځواکونو په پاکستان کې د بریدونو کوونکو تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او بلوچستان لبرېشن ارمي پرضد عملیات هم کړي دي.

ويل شوي پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي او په هند کې ترهګري کوونکو ډلو پرضد اقدامات کړي دي، د لشکر طيبه باني حافظ سعيد او څلور و نورو مشرانو ته يې د ترهګرو د مالي مرستې په سر سزا اورولې ده. ویل شوي د سيند هايکورټ په کال 2002 کې د امريکايي جرنلسټ ډينيل پرل د تښتولو او وژنې په تور د عمرشېخ او هغه سره نورو درېو تنو سزاګانې د اپرېل په میاشت کې کالعدم ګرځولي دي. خو د هغې پرضد صوبايي او مرکزي چارواکو د کال د اخره پورې اپيلونه کړي دي.

په رپورټ کې زیاته کړی شوې چې پاکستان د افغانستان د سولې په عمل کې مثبت رول لوبولی، او طالبان یې هڅولي چې تشدد راکم کړي. ويل شوي پاکستان د د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو په غېر قانونه توګه لېږلو رالېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف د شرطونو پوره کولو په لړ کې پرمختګ کړی خو ټول يې نه دي پوره کړي او بيا هم د اېف اې ټي اېف په خړ لسټ کې پاتې شوی دی.

په رپورټ کې ويل شوي که څه هم داعش په شام کې ماتې خوړلې، خو په پاکستان او هند کې يې نوو څانګو په کال 2019 کې فعالیتونه لرل. او القاعده چې کمزورې شوې بيا هم دغه ډلې د لرې پرتو علاقو نه فعاليتونه کول.

د امریکې د کال 2020 د ترهګرۍ په اړوند نړيوال جايزه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (16) دسمبر په ټويټر ويلي، پاکستان په کاميابۍسره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې او تشدد به د وسيلي په توګه کارېدل ونه زغمي.

نوموړي دغه ټويټ په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د خونړي بريد په اووه کاله پوره کېدو کړی او ويلي يې وو په دغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي او مياندې پلاران به کله هم د پامه ونه غورځوو.

پاکستان د نومبر په مياشت کې د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو کولو او يوې میاشتې ډز بندۍ کولو ويلي، خو ټي ټي پي د دغه ډز بندۍ ختمولو ويلي او بيا يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

څيړونکي وايي په پاکستان کې ترهګري کمه شوې خو په بشپړ ډول ختمه شوې نه ده او سختدريځي هم شتون لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG