لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: د کرونا له امله د ويسټ انډيز او پاکستان ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ ځنډول شوي


د پاکستان او ويسټ انډيز کرکټ بورډ چارواکو ويلي، د پاکستان په سفر د ويسټ انډيز د کرکټ لوبډلې لوبغاړو ته د کرونا وايرس لګېدو له امله د دواړو لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې یو ورځنۍ سيالۍ ځنډول شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ په خپره کړې ګډه اعلاميه کې ویلي، په نهم دسمبر چې د ويسټ انډيز لوبډله کراچۍ ته راغلې، پينځه نورو لوبغاړو ته يې د کرونا وايرس لګيدلي، چې ورسره د کرونا شوو لوبغاړو شمېره نهه ته رسېدلې ده.

په بيان کې ويل شوي پرون د زیارت په ورځ چې د کومو لوبغاړو او نورو چارواکو د کرونا معاينې منفي راغلي هغه به بيرته ملک ته ستنيږي او څوک چې کرونا شوي هغوی به د قرنطين پوره کولو وروسته بيرته خپل ملک ته ځي.

ويل شوي کومې سيالۍ چې پاتې شوی هغه به د کال 2022 په جون کې کولی شي.

د پاکستان او ويسټ انډيز د لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ په 18، 20 او 22 دسمبر د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې کېدل ټاکل شوې وې.

له دې وړاندې د پاکستان او ويسټ انډيز د لوبډلو ترمنځ درې شل اووريزې سيالۍ په 16، 14 او 13 دسمبر د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې ترسره شوي او درې واړه سيالۍ کوربه پاکستانۍ لوبډلې ګټلي دي.

له دې وړاندې د ستمبر په مياشت کې د پاکستان په سفر راغلي د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې د امنیت له امله خپله دوره ځنډولې او بيرته ستنه شوې وه.

له دغې وروسته د انګلېنډ کرکټ لوبډلې هم د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان ټاکلی سفر ځنډولی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG