لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا دقبایلي ضلعو خلک بلدیاتي ټاکنو نه څه هېلې لري؟


خیبر، مهمند او باجوړ دخیبر پښتونخوا صوبې هغه درې ضلعې دي چې پکې د دسمبر په 19 نیټه په لمړي وړومبي پړاؤ کې بلدياتي ټاکنې ترسره کیږي.

دلته دبېلا بېلو ګوندونو او ازاد اميدواران دټاکنو لپاره پخپل کمپین بوخت دي اؤ ځايې خلک وایي دې بلدياتي ټاکنوسره به د دوئ د کور کلي مسلې په اسانه هواريدل ممکن شي۔

دمومند قبایلي ضلعې نه دصوبایي اسمبلۍ غړی ښاغلی نثار مومند وایي دا فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډيدو ثمره ده چې ددې سیمو خلک به اوس خپلې فېصلې پخپله کوي او د خپلو حقونو د پاره به اواز پورته کوي ۔

ځايې خلک وایي د نور کله په پرتله دې ټاکنو کې خلک په ډير شوق سره برخه اخلي ځکه چې يو خو دا صوبه کې دقبایلي سیمو له ورګډیدو وروسته وړومبۍ بلدیاتي ټاکنې دي او بله دا چې دې سره به جمهوري نظام کور کلي پورې ورسيږي۔

دمحمد حسن اتيا کله عمر دی، وایي په وړومبي ځل به بلدياتي ټاکنو کې د اتوار په ورځ ووټ اچوي .

ډیوه سره خبرو کې هغه هېله وښوده چې د دوئ دکلي، کوڅې ستونزې به دبلدیاتي منتخبو استازو په لاس په اسانه هوارې شي.

هغه وایي دسیمه ییزې واکمنۍ دې نظام سره به جمهوري نظام هم دې سيمو کې جرړې نورې هم مضبوطې کړي۔

دیادو قبایلي ضلعو په بازارونو او کلیو کې ليدل کيږي چې د بيلا بېلو ګوندونو اميدوارانو خپلې پوسټرې او بیرغونه لګولې دي۔

په دغو امیدوارانو کې دځینو بیرغونه او پوسټرې يو ځايې هم لګول شوي، انتخابي دفترونه يې يو بل ته نزدې پرانستې دي او هر ازاد او د سياسي ګوند اميدواران د ټاکنو په ورځ خلکو ته د ووټ اچولو تاکيد کوي۔

د مومندو نه د صوبایي اسمبلۍ غړی نثار مومند وایي بلدياتي ټاکنو سره به جمهوري نظام نور هم مضبوط شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "دا خلک ترهګرۍ کې ځپل شوي، کورونه يې وران شوي او تاوانونه ورته اوښتي دي ، اوس د نوؤ ټاکل شوؤ مشرانو د لارې به کولی شي چې دغه اواز پخپله پورته کړي او دقبايلي ضلعو د پرمختيا د پاره کار وکړي"

نوموړي وويل هم دغه د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورکډولو مقصد ؤ.

د دريوؤ قبائېلي ضلعو نه په سلګونو اميدواران د نائبر هوډ ، ويلج کونسل او تحصل کونسل داميدوارانو په توګه برخه اخلي،په دې کې ښځې او د لږکيو استازي هم شامل دي۔

دقبائيلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې له ورګډيو وروسته د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې شوې وې او اوس بلدياتي ټاکنې کيږي چې د کمپيېن د پاره يې د جمعې د شپې دولس بجې پورې وروستی وخت مقرر کړل شوی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG