لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نړۍ ته سترګو کې خاورې شیندي که دترهګرۍ په ضد یې مبارزه حقیقي ده؟


څېړونکي وايي که څه هم پاکستان د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې لشکر طیبه د مشرانو پرضد د نړیوال فشار لاندې ګامونه پورته کړي خو دا دنړۍ په سترګو کې خاورې اچولو يوه هڅه ده.

د ترهګرۍ په اړه د امريکې په کليز رپورټ کې وېلي شوي چې کال 2020 کې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او هند دمخالف وسله والو ډلو دمخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي خو وايي چې دغه کال د افغانستان او هند ضد ډلو لکه حقاني نېټ ورک، لشکر طیبه او جېش محمد د پاکستان خاوره کارولې ده.

پاکستان ته نزدې ګڼل کیدونکې حقاني ډله اوس په افغانستان کې دطالبانو د حکومت برخه ده چې ددغه ډلې دځېنو مشرانو نومونه دهغو ترهګرو په نوملړ کې هم شامل دي چې ملګرو ملتونو پرې بندیزونه هم لګولي دي.

څېړونکي وايي که څه هم پاکستان د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې لشکر طیبه د مشرانو پرضد د نړیوال فشار لاندې ګامونه پورته کړي خو دا دنړۍ په سترګو کې خاورې اچولو يوه هڅه ده.

پوهان وايي د تېرو کلونو په پرتله اوس په پاکستان کې ترهګرۍ کې اتيا فيصدي کمی راغلی خو دا ګواښ لا په مکمله توګه ختم نه دی.

د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکی څېړنکار ډاکټر حسن عسکري ډيوه ته وايي د امريکا دا رپورټ د هغوئ د خوښې نا خوښې څرګندونه کوي.

هغه وايي زمکنی حقیقت دا دی چې د تېرو څو کلونو په پرتله پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې تر اتيا فيصدي کمې شوې دي خو نوموړي وويل چې د ترهګرۍ ګواښ لا په مکمل توګه ختم نه دی.


هغه وايي ترڅو چې د افغانستان د وضعیت خبره ده نو د هغې پړه د طالبانو په حکومت راځي.

دښاغلي عسکري په وینا که افغانستان کې حالات خرابېږي او هلته غربت او لوږه زياتېږي نو لا محاله به ورسره په سيمه کې تندروى او ترهګرى هم سېوا کېږي.

ډاکټر حسن عسکري وايي د امريکا په رپورټ کې د مسعود اظهر په اړه څرګندونې ناسمې دي.

نوموړی زیاتوي مسعود اظهر په خپله سیمه کې پټ کېدای شي خو تر ډيره د هغه فعاليتونه محدود کړی شوې دي. که امریکا سره د هغه په اړه کوم مالومات وي نو باید چې د پاکستان سره یې شريک کړي.

د پاکستان حکومت دې رپورټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تېره ورځ د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي وؤ چې پاکستان په کاميابۍ سره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې ده.

د پاکستان دحکومت او لاقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د يوې مياشتې د اور بند نه وروسته دغه ډلې يو ځل بيا په پاکستان خپل ترهګریز بریدونه چټک کړي دي.

اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر اېګزیګټيو ډایرېکټر منصور خان ډيوه ته وايي د امريکا حکومت ویلي وؤ چې د تحريک طالبان پاکستان، داعش او القاعده په ضد به ډرون بریدونه دوامداره ساتي.

هغه وايي د هند مخالفو ډلو ته به لمړۍ په پاکستان کې په غوره سترګه کتل کېدل او هغوئ به د هند د ولکې لاندې د کشمیر ازادي ګټونکي یادیدل خو اوس دا رجحان بدل شوی دی.

منصور خان وايي اوس د لشکر طیبه او جماعت الدعوه خلاف په پاکستان سختي راغلې ده، ځنې مشران نظر بند او ځینو ته سزاګانې اورول شوي او حافظ سعید سره د نورو ملګرو په جیل کې بنديوان دي.

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز غېر دولتي ادارې يو غړي ښاغلي نفيس وایي دترهګرۍ په اړه دامریکې لخوا جارى کړل شوی رپورټ يو کال زوړ دی او دا مهال شیان بدل شوي دي.

ډیوه خپل لیکلي نظر کې هغه څرګنده کړې چې اوسمهال افغان طالبان په واک کې راغلي او حقاني نېټ ورک هم د طالبانو د حکومت مهه برخه ده.

هغه وايي د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید پرضد د ترهګرۍ د مالي مرستو د قانون لاندې د نړیوال فشار په اساس ګامونه پورته کړي شوي خو وايي د پاکستان دا ګام يوازې د نړۍ د سترګو تورولو لپاره دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG