لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سپریم کورټ۱۶زره ګوښه کړل شوي دولتي ملازمین بیا په نوکریو بحال کړي


د پاکستان سپریم کورټ دسرکاري ملازمانو دبحالۍ اپیلونه رد کړي خو ورسره یې د خپله انده داخستل شوي نوټس په اساس د۱۶ؤ زرو دولتي مامورینو بیرته پخپلو دندو دبحالولو امر کړی دی.

دجمعې په ورځ د جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ‌ پینځه کسیزه بینچ کال ۲۰۱۰م کې دګوښه کړل شوؤ دولتي مامورینو دبحالۍ ارډیننس قانون ختمولو سره د زرګونو دولتي کارمندانو د ګوښه کولو په اړه د سپریم کورټ د ۱۷م اګست د فیصلې په ضد د مرکزي حکومت او نورو ځپلو خلکو لخوا محکمې ته دبیاکتنې دشوؤ عریضو اوریدنه کړې ده.

دجسټس عمر عطاء بندیال لخوا د لنډې پرېکړې اورولو په مهال د۱۶زره ګوښه کړل شوؤ ملازمانو دبیا بحالۍ امر شوی .

په دغه بحال شوو ملازمانو کې یو تن شکیل احمد وې او اې ډیوه سره خبرو کې وویل"دسپریم کورټ پر پریکړه خوشحاله یو، ددغه ښیګړې څخه به مونږ پر زاړه پوزیشن بحاله شو او ۱۲ کاله به مو ضایع نه شي"

تر دې وړاندې دسرکارې کارمندانو وکیلانو د سپریم کورټ مخې ته د مطبوعاتو سره خبرو کې د عدالت پریکړه یوه لویه کامیابې ګرځولې او ویلي یې دي چې عدالت د۱۶ زره کسانو کورنۍ دیو لویې انسانې ناورین څخه ژغورلي دي.

هغوئ وویل عدالت دسرکاري کارمندانو د هغه وخت څخه د بحالولو حکم کړی د کومې ورځې څخه چې دوئ د نوکریو څخه ویستل شوي وؤ.

د وکیلانو په خبره "لویه خبره دا نه ده چې نوکري بیرته ورکړی شوې بلکې دا ده چې د قانون بالادستي ثابته شوه"

پریکړه کې حکومت ته دکال ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۹ پورې د ګریډ یو څخه تر اووم پورې دګوښه کړل شوؤ سرکارې کارمندانو دبیرته بحالولو امر شوی اؤ د اتم کریډ او ددې څخه دپورته ګریډ دکارمندانو د بحالۍ دپاره د محکمې لخوا د امتحان اخستو شرط اېښودل شوی دی.

د پریکړې تر مخه دغیراخلاقې رویې او غبن په تورونو ویستل شوؤ کارمندانو ته به نوکري بیرته نه ورکول کیږي-

د سپریم کورټ د پریکړې تر مخه د سرکارې بهرتیو په مهال ازموینه لازمي ګرځول شوې او کومو کارمندانو چې دبهرتیو په مهال ازموینه نه وه ورکړې هغوئ به اوس ازموینه ورکوي.

د سرکارې نوکریو څخه ویستل شوو ملازمانو تیره ورځ په اسلام اباد کې د پارلیمان مخې ته مظاهره کړې وه او د حکومت له اړخه د دوئ د بحالۍ وړاندیزونه یې رد کړي وؤ.

لویې څارنوال یا اټارنې جنرل تیره ورځ سپریم کورټ ته دسرکاري کارمندانو د بحالۍ د پاره د وزیراعظم لخوا درې هدایات وړاندې کړي وؤ چې ترمخه یې د کریډ یو څخه تر ۷ ؤپورې ملازمین به بحال کړي شي اؤ دګریډ ۸ څخه تر ۱۷ پورې ملازمین به پبلک سرورس کمیشن کې ازموینه ورکوي،

دغه عمل به په دریو میاشتو کې ترسره کیږي او څوک چې دغه ازموینه کې بریالی شي هغه به په مستقله توګه په نوکرۍ ساتل کیږي.

ددې ترڅنګ یو وړاندیز دا هم ؤ چې دټیسټ یا ازموینې تر پاس کولو به ملازمین عارضي ګرځول کیږې او دوئ ته ورکړی شوې تنخوا ګانې به بیرته نه اخیستل کیږي خو عدالت ویلي وؤ چې په دې اړه پریکړه به د قانون تر مخه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG