لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د عوامي نيشنل ګوند د تحصيل مېر امېدوار په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د ښار (سټي مېر) ناظم دپاره د عوامي نيشنل ګوند کانديد (امېدوار) نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی. د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ 19 دسمبر بلدياتي انتخابات کيږي.

ياده پېښه نن د خالي/ شنبې په سهار نزدې اته بجې د ډېره اسماعيل خان د کېنټ تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده.

د کېنټ تاڼې پولیس محرر عمر حيات وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې عمر خطاب شېراني د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی، پوليس موقعې ته رسېدلي او نور مالومات رایو ځای کوي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې وياندې ثمر هارون هم د دغه پېښې په اړه ټويټر ويلي،

"د عوامي نيشنل ګوند د ډي ايي خان د تحصيل مېر امېدوار عمر خطاب شيرانی د کور په مخکې په ډزو وژل شوی دی. مونږ انصاف غواړو، اوس يې غواړو او دا نور د زغملو نه دي".

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د ډېره اسماعيل خان پولیس وياند امتياز علي وي او اې ته وويل، د عوامي نيشنل ګوند د کانديد د وژنې پېښه په ښکاره ترهګري مالوميږي خو پوليسو پلټنې پېل کړي دي.

هغه وویل عمرخطاب شيراني په ناين اېم اېم تماچه په سر دوه ډزه ويشتل شوی او وژل شوی دی.

د پېښې پرضد د عوامي نيشنل ګوند غړو د عمر خطاب شيراني د جسد سره احتجاج پېل کړی دی.

د خېپرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د پېښې غندنه کړې، د پېښې نوټس يې اخستی، د پېښې په اړه يې د پوليس نه رپورټ غوښتی او په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو لارښوونه یې کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو کمېشن ويلي سبا په 19 دسمبر په 17 ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو دپاره ټولې تياريانې بشپړ کړی شوي دي.

ويل شوي په 17 ضلعو کې يو کروړ 26 لکه او 68زره سړي او ښځې ووټران دي.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه ټول 9223 پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي چې پکې 4188 حساسه او 2507 ډېرې حساسه ګرځول شوي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي د انتخاباتو دپاره په پېښور کې کنټرول روم هم جوړ کړی شوی چرته چې به د امنیت او هر ډول حالاتو په اړه وزیراعلا نېغ په نېغه خبرولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG