لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې اوس دغیر روایتي میډیا خبریالان په نخښه کیږي،دصحافیانو نړیوال سازمان


دصحافيانو دحقونو دڅار نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز یا "بې پولې خبریالان"پخپل وروستي راپور کې وایي چې پاکستان کې په دې ورستو کې وژل شوؤ دريوؤ صحافيانو کې د دوؤ خبريالانو تعلق د غېر روايتي مېډيا سره ؤ او دا وژنې په دغه هېواد کې يو نوی رجحان په ګوته کوي.

تنظیم وایي د غېر روايتي مېډيا خبريالان هغه موضوعات راپورته کوي چې روايتي مېډيا ترې له ویرې او بدعکس العمل داندېښنو له کبله ډډه کوي.

د ار اېس اېف رپورټ کې د وژل شوي براډ کاسټر شاهد ذهرى، وېډيو بلاګر محمد زاده او ناظم جوکيو یادونه شوې ده.

د ناظم جوکيو او محمد زاده په اړه ار ایس اېف په خپل راپور کې وايي چې دغه دوه خبريالان د هدفي وژنې ښکار شوي او دا وژنې ښایي چې په پاکستان کې د غېر روايتي مېډيا خبريالان د څومره خطر سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د هېواد دننه دصحافيانو دتحفظ او اظهار د ازادۍ يو قانون هم منظور کړی او ورسره مرکزي حکومت دا دعوه هم کوى چې د اليکټرانکي جرمونو د مخنیوي د قانون مقصد هم په ټولنيزو رسنيو دخلکو د ویرولو اؤ دړکو مخه نيول دي.

د راولپنډي اسلام يونين اف جرنلسټس غړی او خبريال حنيف الرحمان ډيوه ته وايي دا نوی رجحان څرګندوي چې د روايتي مېډيا ترڅنګ اوس دا خطر د ډېجټل مېډيا، دټولنيزو خېر ښېګړې لپاره کار کوونکو بلاګرانو او غېر روايتي صحافيانو ته غځېدلی دی.

هغه وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتي مشرانو او طاقتورو خلکو چې په کوم ډول دمېډيا ازادي د خپو لاندې کړې او ترخه لهجه یې خپله کړې نو اوس د هغې اثر د ټولنې ښکته کچې ته تللی دی او عام خلک هم د صحافيانو پرضد تیري ته تشویق شوي دي.

دې وايي اوس عام خلک هم په ځان بد یا ښه تنقيد نه زغمي او د غېر روايتي مېډيا د صحافيانو سره چې څه وشول دا ددغه حکومتي چلند اثر دی.

شاهد ذهرى چې په بلوچستان کې د مقامى ټي وي چېنل مېټرو نيوز خبريال ؤ د ایالت په حب ښارګوټي کې سږ کال د اکتوبر په میاشت کي په بمي چاودنه کې وژل شوی ؤ.

د هغه د وژنې پړه بلوچ بېلتون پاله ډلې بلوچستان لبېرېشن ارمي په غاړه اخیستې وه.

هم دا راز محمد زاده چې يو وېډيو بلاګر او د فېسبوک د خپلې پاڼې چلونکي ؤ سږکال د نومبر په اتمه نامالوم وسله والو د خېبر پښتونخوا دملاکنډ په سخاکوټ سيمه د کور مخې ته په ډزو وژلی ؤ.

هغه به اکثره په ټولنیزو رسنیو دجراېم پېشه عناصرو او ځايي انتظامې ترمنځ په ساز باز تنقيد کولو.

هم دا شان ناظم جوکيو چې ویډيو خبريال ؤ سږکال د نومبر په دريمه نيټه کراچۍ ملير سيمه کي مړ موندل شوی ؤ.

پاکستان کې د ار ایس اېف استازي او د غېر دولتي تنظيم فرېډم نېټ ورک مشر اقبال خټک په دې وروستیو کې ډيوه ته ویلي وؤ چې په پاکستان کې دتېر کال په مهال د هېواد دصحافيانو خلاف دګواښونو، دړکو او ویرولو پېښو کې څلوېښت فيصدي زياتوالی رپورټ شوی.

هغه ویلي وؤ اوس خو د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون لاندې د صحافيانو خلاف د غدارۍ مقدمې هم درج کېږي.

اقبال خټک وایي د کال 2002م څخه پاکستان کې 130 صحافيان وژل شوي دي. او په دې کې ديو صحافي قاتلانو ته هم تر ننه سزا نه ده ورکړی شوې.

دی وايي ددې نه اندازه کېږي چې په پاکستان کې د سزا نه دخلاصون چې کوم کلتور دی هغه دومره مضبوط دی چې دهغې نه خلکو ته اوس ډاد ترلاسه کېږي چې په صحافيانو څومره وغواړي ګذارونه کولی شي.

دهغه په وینا د پاکستان رياست، حکومت او قانون کې هغه زور نشته چې دخبریالانو وژونکو اؤ ځورونکو ته لاس واچوي او هغوى ته دقانون لاندې سزا ورکړي.

ښاغلی خټک وايي پاکستان دنړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شامل دی چې ازاد صحافت کول پکې مشکل دی.

پاکستاني صحافيان وايي دوئ په کال 2021 کې هم د ستونزو سره مخامخ وؤ او داستونزې اوس دپخوا په پرتله زياتې شوې دي.

وتلي خبريال حامد میر په دې وروستیو کې په ټويټر ليکلي وؤ چې په پاکستان کې صحافتي ازادي تروړل شوې ده او دی پخپله هم کال 2021 کې د تېرو 7 مياشتو راهيسې د غېر اعلانيه بنديز ښکار دی.

خبريال اسد علي طور هم سږکال د مئ په 23مه د اسلام اباد دننه خپل کور کې نامالومه وسله والو تړلی ؤ تشدد یې پرې کړی ؤ.

هغه د ځان خلاف د تشدد تور د هېواد د پوځ په استخباراتي ادارو پوری کړی‌ و.

هم دا ډول د هېواد مشهور خبريال، د پوځي اسټبلشمنټ ناقد او د پېمرا پخوانی مشر ابصار عالم هم سږکال د اپریل په شلمه اسلام اباد کې وسله والو د کور مخې ته په ډزو ژوبل کړی ؤ.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې تل د ځان خلاف د صحافيانو د ځورونې تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG