لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هدایت الرحمان:سي پېک اؤ ګوادر پورټ له لاشونو او چيک پوسټونو پرته بل څه نه دي راکړي


وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل، دخلکو ستونزې اوج ته رسېدلې دي اؤ په سيمه کې خلک له زياتې ويرې څخه دې ته اړ ويستل شوي چې د خپل حق له غوښتلو لاس واخلي.

"بلوچستان ته حق ورکړئ" په نامه دتحريک مشر مولانا هدايت الرحمان يو وارې بيا اعلان کړی چې د راتلونکو دوؤ مياشتو په موده کښې به د ايالت د مرکز کوټې پر لور ملين مارچ يا لاريون کوي، او د لکونو خلکو په ګډون به هلته يو بل پرلت پيلوي.

هغه وایي دا پرلت به تر هغې دوامداره وي تر څو چې د ايالت لويې ستونزې حل شوې نه وي.

وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل، دخلکو ستونزې اوج ته رسېدلې دي اؤ په سيمه کې خلک له زياتې ويرې څخه دې ته اړ ويستل شوي چې د خپل حق له غوښتلو لاس واخلي.

" په يوه دوو مياشتو کې پلان جوړوؤ، که موږ په کوټه کې دلسو لکو خلکو په جمع کولو کې کاميابه شو، نو زموږ لا درکه ځوانان به هم کورونو ته ستانه شي،چېک پوسټونه به هم ختم شي، ايف سي ځواک به بلوچستان پرېږدي، او دلته به د ظلم او زياتۍ پوره خاتمه وشي"

دهغه په خبره "خلک هم راته وايي او زما هم يقين دی چې دا ښه پيشرفت دی، ستاسو له لارې زه حکمرانانو ته خبر ورکووم چې باور وکړئ لس لکه خلک کوټې ته در روان دي"

د دې پوښتنې په ځواب کې چې صوبايي او مرکزي حکومتونو تل ويلي، چې بلوچستان ته يې ډېر څه ورکړي، عن د پاکستان او چين ترمنځ د اربونو روپو د اقتصادي پروژې مرکز هم بلوچستان دی، نو ولي يې بيا هم د پرلت پرېکړه کړې؟

مولانا هدايت الرحمان يې په ځواب کې وويل"موږ ته سي پېک او ګوادر پورټ چېک پوسټونه راکړي، زموږ د تذليل سبب ګرځېدلي، و بلوچستان ته يو شی نه دی ورکول شوی، معدنيات زموږ دي، وسايل زموږ دي، ګوادر پورټ زموږ دی، سمندر زموږ دی، سويي ګېس زموږ دی، سونا زموږ ده، هر څه زموږ دي، مګر د بلوچستان و خلکو ته له ذلت، له لاشونو، له جنازو او له چېک پوسټونو پرته څه ميلاو شوي دي؟"

که يوه خوا ته مولانا دا تورونه پورې کوي خو بل خوا د پاکستان حکومتي او پوځي ادارو تل د سي پېک او ګوادر پورټ له لارې د بلوچستان او د پاکستان د تقدير د بدلیدو دعوې کړې دي او ويلي یې دي چې په راروان وخت کې به بلوچستان خوشحال او پر امن وي۔

تر دې وړاندې مولانا هدايت الرحمان د نومبر له ۱۵مې نېټې د دسمبر تر ۱۶مې نېټې د يو دېرش ورځو لپاره په ګوادﺭ کې ولسي پرلت کښېنولی ؤ.

دوئ د ګوادر او جيوني په اوبو کې د ماهيانو پر غیرقانوني ښکار دبنديز،ايران سره پر سرحدي پوله تجارت کې داسانتياؤ پیداکولو، هلته د ايف سي ځواک پر ځاي دپوليس او ليويز دګمارلو، په ګوادر کې د ايف سي ځواک دچېک پوسټونو کمولو، دمخدره موادو داډو ختمولو اؤ په سي پېک پروژه کې د ګوادرښار اوسېدونکو ته د اوليت ورکولو ترڅنګ ۱۹نورې غوښتنې درلودې.

روانه اوونۍ دحکومت لخوا د دوئ دغوښتنو منلو نه وروسته مولانا هدايت الرحمان د ګوادر داحتجاجي پرلت د ختمولو اعلان وکړو۔

خو مولانا وايي چې د کوټې پرلت د ټول ايالت د کچې د ستونزو د حل په موخه دی،

په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو لپاﺭه دکاﺭ کوونکي تنظيم وايس فاﺭ بلوچ ميسنګ پرسنز چېرمين نصرالله بلوچ د مولانا هدايت الرحمان دکوټې د پرلت د پرېکرې هر کلی کړی او پر خپل ټويټر يې ليکلي چې د لادرکه خلکو لپاره د مولانا د کوټې پر لور په ملين مارچ کې دې د هر فکر لرونکي خلک ګډون وکړي۔

نصرالله بلوڅ په يو بل ټويټ کې ليکلي چې د لادرکه کسانو د موندنې په اړه ورسره شوې حکومتي وعدې نه دي پوره شوې۔

بلوڅ قامپرسته مشر اختر مېنګل په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د 5228 لا درکه کسانو نوملړ وړاندې کړی ؤ.

د وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وايي په تېرو دریوؤ کالو کې يې ايالتي او مرکزي حکومت ته د 850 لادرکه بلوڅانو نوملړ يا ليسټ ورکړی دی.

د نصرالله په خبره په دې ليسټ کې شامل څلور نيم سوه لا درکه بلوڅان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي۔

په پاکستان کې د لادرکه کسانو موندلو لپاره د پاکستان مرکزي حکومت له 2011م کاله يو کميشن جوړ کړی،

ياد کمېشن د 2021 م کال په جنورۍ کې په خپل يو رپورټ کې ویلي وؤ چې تر هغه وخته يې 7000 ته دنزدې لادرکه شويو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړې دي چې 4822 پکې هوارې شوې دي،

د دې تر څنګ وفاقي حکومت څه موده وړاندې د خلکو د بې درکۍ مخنيوي لپاره په قامي اسمبلۍ کې يوه قانوني مسوده هم وړاندي کړې وه،

د پاکستان د انساني حقونو مرکزي وزېرې شيري مزاري ويلي چې ددې قانون له جوړيدو سره سم به د خلکو په زوره د لادرکه کېدو مخه ونيول شي، اؤ مجرمانو ته به قانوني سزا ورکول شي۔

په بلوچستان ايالت کې د ايف سي ځواک د شتون او د چيک پوسټونو په اړه ايالتي او مرکزي حکومتي چارواکو په بيا بيا ويلي چې د ايف سي ځواک له برکته په ايالت کې د نا امنۍ مخه نيول شوې ده.

د بلوچستان ايالتي حکومت تېره ورځ يوه اعلاميه خپره کرې چې پکې د ايف سي ځواک د 71 چېک پوسټونو د ايالت له بېلا بېلو سړکونو څخه ختمولو پرېکړه شوې ده۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG