لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:امریکا باید۴۰میلیونه افغانانو اؤ دطالبانو حکومت ته په جلا نظر وګوري


دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښکاره کړې ده چې که چرې افغانستان سره عاجلې مرستې ونه کړل شوې نو دا هیواد به یو وارې بیا د اړي ګړي ښکار شي چې له امله به یې ترهګري وده ومومي.

داتوار په ورځ اسلام اباد کې داسلامي هیوادونو دتنظیم او ایي سي دبهرنیو چارو د وزیرانو غوندې ته خپله وینا کې عمران خان ویلي چې امریکا باید دطالبانو حکومت اؤ ۴۰میلیونه افغانانو ته په جلا،جلا نظر وګوري.

نوموړي ویلي افغانستان کې د ژمي یخ موسم پخپل اوج دی اؤ ټول په دې پوهیږي چې دغه هیواد کې ژمی څومره خطرناک وي ځکه نو نړیواله ټولنه اؤ په ځانګړي ډول امریکا اؤ غربي هیوادونه باید په سمدستي توګه افغانستان سره مرستې ته راوړاندې شي.

هغه ویلي که چرې افغانستان کې انساني ناورین نور هم سیوا شو نو هلته به حکومت کمزوری شي چې له دې امله به دداعش په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته دپښو ټینګولو فرصت په لاس ورشي.

عمران خان وویل دا مهال افغانستان کې بانکونه بند پراته دي اؤ دولت خپلو مامورینو ته دمعاشونو ورکولو لپاره هم پیسې نه لري.

هغه وایي که چرې افغانستان سره په سمدستي ډول مرستې ونه کړل شي نو دغه هیواد نه به دکډوالو یو نوی بهیر پیل شي چې دپاکستان اؤ ایران ترڅنګ به اروپایي هیوادونه هم ددې بهیر څخه اغېزمن کیږي.

داسلامي هیوادونو دسازمان دخارجه وزیرانو دغونډې وړومبی پړاؤ سرته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده چې دوهم پړاؤ به یې دتړلو دروازو ترشا پیل کیږي.

غونډې ته خپله پرانستونکي وینا کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې موږ ته به افغانستان کې دسرمایه ګزارۍ د ودې لپاره عاجل ګامونه اخستل وي.

هغه ویلي یوې داسې ډلې جوړولو ته اړتیا ده چې افغانستان ته دپېښو اقتصادي ننګونو اؤ دبانکي نظام د نه شتون هواری ولټوي.

شاه محمود قریشي ویلي نړیواله ټولنه چې دطالبانو حکومت نه کومې هیلې لري هغه دوئ(دطالبانو حکومت) سره دتماسونو دلارې پوره کیدای شي.

هغه ویلي دا مهال دافغانستان نیمایي ابادي دخوراک دکموټ سره مخ ده ځکه نو نړۍ باید د دوئ مرستې ته راوړاندي شي اؤ که داسې ونه شي نو بیا دخوراک نړیوالې ادارې خبرداری وړکړی چې “افغانستان کې دنړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین رامنځته کیدای شي”

دسعودي لخوا دیو ارب ریالونو دمرستې اعلان

دسعودي عرب دبهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود دغه کانفرنس ته د وینا په مهال دخپل هیواد له لوري افغانستان ته د یو ارب ریالونو دمرستې دمرستې به توګه د ورکولو اعلان کړی دی .

هغه ویلي دي چې افغانستان کې معاشي ستونزې انساني ناورین زیږولی شي چې په دغسې کیدو به نوره بې ثباتي هم رامنځته شي اؤ دسیمې اؤ نړۍ امن به داغېزو لاندې راولي.

هغه د او ایي سي په غړو هیوادونو ټینګار کړی چې په دې سختو شیبو کې دافغان ولس سره مرستې وکړي اؤ دمعاشي تباهۍ نه ددغه هیواد ژغورلو کې خپل رول ولوبوي.

هغه خپله وینا کې افغانستان کې دلږکیو په ضد اخستل کیدونکي ګامونه هم غندلي اؤ ویلي یې دي چې “مونږ امن اؤ سلامتۍ ته وده ورکوؤ اؤ دې لپاره نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ اډانه ګامونه ته اړتیا ده”

د او ایي سي سترسکتر څه وویل؟

غونډې ته خپله وینا کې د اسلامي هیوادونو دتنظیم سکتر حسین ابراهیم طلحه ویلي چې او ایي سي دافغانستان په وضعه خپل نظر ساتلی اؤ دا مهال دبشري ناورین دپاره افغان ولس سره دنړۍ عاجلو مرستو ته سخته اړتیا ده.

څېړونکي وایي د او ایي سي دا کانفرنس به ضرور دنړۍ اؤ په ځانګړي ډول دعرب هیوادونو پام افغانستان سره بشري مرستو ته راوګرځوي خو هغوئ بیا نه ګڼي چې ګنې داکانفرنس به دطالبانو دحکومت په رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي.

په افغانستان دطالبانو دحکومت دڅلورو میاشتو نه زیاته موده پوره شوې ده خو تر اوسه دپاکستان اؤ سعودي په ګډون دنړۍ یو هیواد هم دا حکومت په رسمیت نه دی منلی.

څېړونکي کانفرنس ته په څه نظر ګوري؟

د دي نیوز ورځپاڼې خبریال اؤ دافغان چارو څېړونکی مشتاق یوسفزی چې دپېښور نه دغه کانفرنس ته ورغلی، ډیوه ته وایي دامهال دطالبانو پخپله یو غټ امتحان روان دی.

هغه وایي د یوې اوږدې جګړې اؤ دځېنو هیوادونو دهمکارۍ په نتیجه کې که هرڅو طالبان په افغانستان کې قدرت ته ورسیدل خو دهغوئ امتحان اوس دادی چې ځان به بدلوي اؤ خپلو تګلارو کې به بدلون راولي.

سیمع یوسفزی وایي طالبان چې څه کوي دهغې نه بریښي چې دوئ پخپله په نړۍ دخپل حکومت په رسمیت منلو کې دلچسپي یا خوښي نه لري.

دهغه په اند په داسې حال کې چې افغانستان د ولږې اؤ فقر سره مخ دی،اسلام اباد کې دافغانستان په اړه داو ایي سي دخارجه وزیرانو کانفرنس راجوړیدل یو ګټور ګام دی خو هغه وایي فکر نه کوي چې ددې اقدام نه به طالبانو ته څه سیاسي ګټه ورسیږي.

سمیع یوسفزی وایي ترڅو چې طالبان دافغانستان ټولو قامونو ته استازیتوب ورنکړي ،دښځو،لږکیو اؤ ځوانانو حقونه مراعات نه کړي اؤ نجونو ته دزده کړو اؤ کار اجازه ورنه کړي،نړیواله ټولنه به دوئ په رسمیت ونه مني .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG