لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پوليسو دعوه کړې، د ستنام سينګ او پوليس سرتيرو په وژنه کې ککړ د داعش درې ترهګر يې وژلي


د خېبرپښتونخوا د پېښور پوليسو دعوه کړې چې د ستنام سينګ او پوليس سرتيرو په وژنه کې ککړ د داعش درې ترهګر په عملياتو کې وژل شوي دي.

د پېښور د پوليسو مشر (سي سي پي او) عباس احمد نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (20دسمبر) خبري غونډې ته په وېنا کې وویل، د پېښور د فقيراباد تاڼې په علاقه کې پوليسو او سي ټي ډي په شريکه عمليات کړي او په قاضي کلي کې ترسره شوو عملیاتو کې نښته شوې او درې ترهګر پکې وژل شوي دي.

نوموړي دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو تعلق د داعش سره وو، چې پکې يو د داعش د پېښور کمانډر حیات هم وژل شوی دی.

هغه وويل وژل شوي ترهګر د دوه پوليسو او يو سيک ستنام سينګ په وژنه کې ککړ وو.

هغه زیاته کړه د عملياتو په مهال دوه ترهګر تښتېدلي هم دي.

د روان کال په 30 ستمبر پېښور کې په چارسده روډ په یو وسله وال بريد کې سردار ستنام سينګ وژل شوی او د دغه پېښې زمه واري بيا داعش ډلې منلې وه.

له دغې وروسته په لومړي نومبر د پېښور ښار سره نزدې په متهرا سيمه کې نامالومو کسانو يو پولیس تاڼه دار په ډزو وژلی، او داعش بيا د دغه پېښې زمه واري هم منلې وه.

په 22 نومبر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف ګوند يو غړی په وسله وال بريد کې وژل شوی او داعش د دغه پېښې زمه واري هم منلې وه.

داعش د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري هم منلې وه په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.

له دې وړاندې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري هم داعش منلې خوپه پېښور کې چې داعش د يو بل تن د وژلو دعوه کړې وه ځايي چارواکو دغه پېښه نه وه تاييد کړې. او دا په څو ورځو کې د داعش د بريدونو څلورمه زمه واري وه چې منلې يې وه.

د دې نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

د داعش په پاکستان کې د بريدونو د زمه وارۍ خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي وو چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او هغه وخت ويل شوي وو چې د افغانستان د جېلونو نه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي هم خوشي شوي دي.

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG