لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل وایي د سریلنکایي وګړي وژونکي دې زر سزا شي


واشنګټن ـــ د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل ځانګړې غونډې د پنجاب په سيالکوټ کې د مذهب د سپکاوي په تور د سريلنکن وګړي پرينتها کمارا د وژنې پېښه غندلې او له حکومته یې د نیول شویو ملزمانو په ضد په چټکتیا د عدالتي کاروايۍ د سر ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په دې غونډه کې د کونسل د غړو دیني عالمانو په ګډون قانونپوهانو، د تعلیم او نفسیاتي ماهرینو په ګډون د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې نېکټا چارواکو هم برخه اخیستې ده.

غونډې په سیالکوټ کې د قهرجنو مظاهره چیانو له لاسه د مذهب د سپکاوي په تور د سریلنکایي وګړي پر وژنه فکري بحث کړی او د دې پېښې جاج یې اخیستی. د غونډې په پای کې شریکه اعلامیه لوستل شوې چې پکې له حکومته غوښتنه شوې:

"په دې غونډه کې ټینګار وشو چې په ولس کې د دې رجحان د پیلولو زښته ډېره اړتیا ده چې هغوی قانون په خپل لاس کې نه واخلي، داسې کار د قرآن و سنت او شریعت خلاف دی".

بل اړخ ته د سيالکوټ پوليس مشر عمر سعيد د 85 ملزمانو د نيولو او د هغوی په ضد د قانوني کاروايي پيل کېدو خبره تاییدوي او هغه د پېښې په سر په پوليسو باندې کېدونکې نيوکې رد کړې دي.

د اسلامي نظریاتي کونسل په غونډه کې د پنجاب پولیس چارواکو د سریلنکایي وګړي د وژنې د پېښې او د پېښې په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه رپوټ وړاندې کړی دی.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز تر غونډې وروسته وي او اې ډیوه ته وویل، دوی د پولیسو له پلټنو ډاډمن دي:

"ټول ملوث کسان یې نیولي او جېل مقدمه هم روانه ده، امید دا دی چې کوم قانوني عمل دی هغه به مکمل شي او موږ به دا سزا ووینې، له دې سره به امید دی په داسې رجحاناتو کې کمي راشي".

خو د پاکستان د بشري حقونو تنظیمونه د سیالکوټ پېښې په اړه د پاکستان په ریاست سختې نیوکې کوي. ایچ آر سي پي په دې برخه کې د حکومت کردار "ډارن" بللی دی.

د دسمبر په درېیمه نېټه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې قهرجانو مظاهره چیانو یو سریلنکایي وګړی د مذهب د سپکاوي په تور لومړی په وهلو وهلو وژلی وو او بیا یې د هغه مړی سوځولی وو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د مذهبي عالمانو یو پلاوي د دسمبر پر اوومه په اسلام اباد کې د سريلنکا له سفير سره تر لیدو وروسته هم په یوه غونډه کې د هغه هېواد د وګړي د وژنې پېښه غندلې اوه د ملکي قانون او شریعت په ضد او يو ناوړه عمل یې ګڼلی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG