لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا: د بلدياتي انتخاباتو په 64 څوکيو کې د 43 نتيجې مخې ته راغلي


په خېبرپښتونخوا کې په 19 دسمبر په 17 ضلعو کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل ناظم په 64 څوکيو کې د 43 نتيجې مخې ته راغلي چې پکې تر ټولو زياتې څوکۍ جمعيت علما اسلام ف ګوند ګټلي دي.

د پاکستان د ټاکنو د کمېشن په وېب پاڼه خپرو شوو نتيجو کې ویل شوي، چې جمعيت علما اسلام ف ګوند 15 تحصيل ناظمان ګټلي دي.

د 43 تحصيلونو په نتيجو کې په دوېم نمبر 11 تحصيل ناظمان په صوبه او مرکز کې حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف ګټلي دي.

په يادو نتيجو کې عوامي نيشنل ګوند په 6 تحصيلونو ناظمان کامياب کړي دي.

د نتيجو ترمخه تراوسه پورې پينځه ازاد کانديدان هم کامیاب شوي دي.

پاکستان مسلم ليګ ن تراوسه پورې څلور تحصيل ناظمان ګټلي دي.

د نتيجو ترمخه يو تحصيل ناظم جماعت اسلامي او بل تحریک اصلاحات ګټلی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو د نتيجو په وروستو والي سياسي ګوندونو نيوکې کړي چې دغه نتيجې دې په وخت مخې ته راوړی شي.

د صوبې د ټاکنو کمېشن وي او اې ډيوه ته ویلي په صوبه کې په 66 تحصيل څوکيو انتخابات ټاکل شوي وو چې پکې په 64 انتخابات ترسره شوي او په بنو او ډېره اسماعیل خان کې په دوه تحصيلونو انتخابات ځنډول شوي دي.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه په 24 دسمبر به کمېشن ختمي نتیجې اعلانوي.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر تاج حېدر ویلي د ټاکنو د کمېشن چارواکو ته یې خط ليکلی چې د پريذايډنګ افسرانو لخوا د نتيجو د وروستوالي په اړه دې سپيناوی وغوښتی شي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو ځانګړي مرستیال بېرسټر محمد علي سېف ويلي، صوبايي حکومت پرامنه او سوتره ټاکنې وکړې، او مخالفه ګوندونه چې د درغلۍ شور کوي دا بې بنیاده او دروغ دي.

هغه دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا حکومت د انتخاباتو دپاره سازګار سياسي ماحول او ښه انتظامات کړي دي.

خو په صوبه کې د انتخاباتو په مهال د تشدد او چاودنې پېښې هم رامنځته شوي او مرګ ژوبلې پکې هم شوي دي، او ځینو سياسي ګوندونو د درغليو تورونه هم لګولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG