لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي د پښتونخوا د بلدياتي ټاکنو په انتخاب کې يې غلطيانې کړي خو وزیران يې بل څه وايي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړۍ پړاو کې تحریک انصاف ګوند د غلطيانو له امله د بېلات سره مخ شوی، خو په صوبه کې د تحریک انصاف ګوند حکومتي وزيران وايي، د بايلات علت يې په ملک کې جوړه ګراني ده.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په 19 دسمبر په 17 ضلعو کې بلدياتي انتخابات ترسره شوي، چې پکې په 64 تحصيل ناظمانو کې زياتره مخالفه ګوند جمعيت علما اسلام ف ګټلي دي.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه تراوسه پورې په 64 کې د 43 تحصيل ناظمانو نتيجې مخې ته راغلي چې پکې په صوبه کې واکمنه تحریک انصاف ګوند يواځې 11 ناظمان ګټلي او نور مخالفه او ازاد کانديدان کامیاب شوي دي.

وزيراعظم عمران خان په ټویټر ویلي،

"تحریک انصاف د پښتونخوا په بلدياتي انتخاباتو کې په لومړۍ مرحله کې غلطيانې کړي او د هغې نتيجه ورته مېلاو شوه، د غلطو کانديدانو انتخاب يې بنيادي علت وو. د اوس نه به زه د خېبرپښتونخوا د دوېم پړاو په ګډون په ټول ملک کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه تحریکي تګلاره په خپله ګورم. تحریک انصاف به په نور قوت سره مخې ته راځي".

خو په خېبرپښتونخوا کې په بلدياتي انتخاباتو کې د کمو څوکيو د ګټې يا بېلات وروسته د صوبې وزیرانو ویلي، د بايلات علت يې په ملک کې ګراني ده.

په خېبرپښتونخوا او مرکز کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومتونه دي.

د خېبرپښتونخوا د کلتور او محنت وزیر شوکت يوسفزي د بېلات د علت په اړه ویلي، دوی ته ډېر مشکلات د ګرانۍ له سببه راپېښ شوي دي په ملک کې ګراني ده خلک پرېشانه دي.

او د خوراک، ساينس او ټېکنالوجۍ صوبايي وزیر عاطف خان هم د شوکت يوسفزي په څېر ويلي په ملک کې ګراني ده او خلک پرېشانه دی د بېلات دغه يوه وجه ده د هغه په نظر بله وجه نه ښکاري.

په پاکستان کې په وروستیو دوه مياشتو کې د تيلو بیې د يو ليټر په سر د 22 روپو پورې سېوا شوي چې له امله يې په ملک کې د ټولو توکیو بيې ورسره هم لوړې شوي دي.

خو په خپله بيا وزیراعظم عمران خان او حکومتي وزيران وخت په وخت دعوه کوي چې په پاکستان کې اوس هم د نورو هېوادونو په پرتله ګراني کمه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG