لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای این پي وایي دترهګرۍ په ضد دمبارزې له امله دوئ په نخښه کړل کیږي


په ډیره اسماعیل خان کې دعوامي نیشنل ګوند مشرانو ویلي په وسله وال برید کې د دوئ مشر عمر خطاب شیراني د وژنې مقدمه کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی او اندېښمن دي چې دا مقدمه د پامه غورځول شوې خو پوليس وايي دا مقدمه یې ځانګړې کړې او انجام ته د رسېدو هڅه يې کوي.

د عوامي نیشنل ګوند د ضلعې عمومي سکتر خان ولي ایډوکيټ خبري غونډې ته ویلي تر اوسه د دوئ د ضلعې د وژل شوي مشر عمر خطاب شیراني دې مقدمه کې هيڅ پرمختګ ونه شو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې مقدمه کې په پرمختګ نه کېدو دوئ اندېښمن دي او اوس ګڼي چې دا مقدمه د پامه غورځول شوې او په دې پېښه کې د ککړو خلکو په ضد خاموشي اختیارول کيږي.

عمر خطاب شیراني ډېره اسماعيل خان کې بلدیاتي ټاکڼو لپاره د ښار یا سټي مېر په څوکۍ دعوامي نيشنل ګوند کانديد او د ګوند د ضلعې مشر ؤ .

نوموړی د دسمبر په 18م نیټه نامالومو وسله والو دخپل کور مخې ته په داسې حال کې په ډزو وژلی ؤ چې په سبا د ډیره اسماعیل خان په ګډون د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې بلدياتي انتخابات کېدل.

د انتخاباتو کمیشن د هغه تر وژل کېدوروسته په دې څوکۍ ټاکنې تر نامعلومې نیټې ځنډولې دي.

تر اوسه د هغه د وژنې دپېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

عوامي نیشنل ګوند دریځ لري چې دوئ دتشدد ختمولو لپاره په روانه مبارزه په نخښه کړل کیږي اؤ وایي حکومت دترهګرۍ په ختمولو کې پاتې راغلی دی.

دچهارشنبې په ورځ دګوند له لوري یو بیان کې ویل شوي چې دای این پي پسر د ګزار یوه تازه بېلګه د عمرخطاب شیراني اؤ باجوړ کې دګوند د دوؤ نورو فعالینو وژنې دي.

دعمرخطاب شیراني د وژنې پرضد د هغه کورنۍ او دعوامي نيشنل ګوند غړو د عمر خطاب شيراني د جسد سره دپریس کلب مخې ته احتجاج پېل کړی ؤ.

احتجاجي غونډې ته وینا کې د کورنۍ یوه تن سلطان شیراني وویل دوئ چا سره شخصي دښمني نه لري او دا د هدفي وژنې پیښه ده.

د عوامي نيشنل ګوند د ښار مشر تیمور مروت وايي "مونږ انصاف غواړو، او که د مشر په وژنه کې ککړ کسان زر معلوم نه کړی شول نو سخت احتجاجونه به وکړو"

د ګوند د ضلعې د اطلاعاتو معاوین رحیم بیټني وايي کله چې ګوند انتخابي عمل کې برخه اخلي دوئ وژل کیږي.

د عمر خطاب شیراني د وژل کېدو مقدمه دنا معلومه کسانو پرضد کینټ تاڼه کې درج کړی شوې ده.

د ډېره اسماعيل خان پولیسو مرستیال مشر یا ډي ایس پي عبد الرحیم وویل پوليسو پلټنې پېل کړي دي. ځینې مشکوک کسان یې نیولې او زر به په دې پیښه کې ککړ کسان دعدالت منګلو ته را کش کړي.

هغه وویل کورنۍ یې په غم کې ده او ځکه پولیس ورسره نور مالومات رایو ځای کولو لپاره رابطه نه کوي.

د مدني ټولنې ترڅنګ دخېپرپښتونخوا صوبې وزيراعلا محمود خان هم د پېښې غندنه کړې وه، او د پېښې په اړه يې د پوليس نه رپورټ غوښتی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG