لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا له افغانستان سره د مرستو د قرارداد د منظورۍ چا هرکلۍ کړی؟


واشنګټن – په افغانستان کې وسلوالو طالبانو، یوناما او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټاماس وېسټ له افغانستان سره د مرستو د قرارداد د منظورۍ هرکلی کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه پرېکړه لیک په ګډه منظور کړ چې امریکا یې وړاندیز کړی وو.

وسلوالو طالبانو د ملګروملتونو د امنیت شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی چې په افغانستان کې به په میلیونونو اړمنو کسانو ته د بیړنیو مرستو په لېږلو کې اسانتیاوې برابروي.

د امریکا د خزانې وزارت هم ځینې ځانګړي جوازونه یا لایسنسونه ورکوي چې دا باوري کړي چې نړیوالې مرستې همدا نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېږي.

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته وویل، چې طالبان ددغو ګامونو هرکلی کوي چې غواړي په افغانستان کې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

هغه وویل، "لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ زمونږ خلک له اوږدو جګړو راوتي، وچکالۍ او نورو شته اقتصادي ستونزو ځپلي دي نو په دې سخت وخت کې دا انساني مسولیت دی چې لوی هېوادونه او ملګري ملتونه په مثبته توګه په افغانستان کې له خلکو سره مرسته وکړي تر څو حالات مثبت لوري ته بدل شي."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ ویلي، "نن سهار د ملګروملتونو امنیت شورا ۲۶۱۵ نمبر هغه مسوده پاس کړه چې د امریکا لخوا د دې لپاره وړاندې شوې وه چې د افغانانو د بنسټیزو اړتیاو د پوره کېدو لپاره پراخه مرسته وشي. د نړیوالې ټولنې لخوا پیغام واضح دی. مونږ له افغانانو سره په مرسته کې متحد یو."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جېفري ډیلارېنټیس د طالبانو له نوم اخیستو پرته هغوی ته په اشارې سره ویلي، چې دا مرسته کوم تنظیم ته د سپین چیک په مانا نه ده چې ګواکې هغوی به له خپلو نړیوالو ذمه واریو را وګرځوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې ډیبورا لاینز ویلي، "غوره اقدام دی چې د امریکا د حکومت په ځانګړې توګه د خزانې وزارت لخوا د نویو لایسنسونو د ورکولو په برخه کې شوی چې په ترڅ کې به یې له افغانستان سره بشري مرسته پراخه شي."

هغې وړاندې ویلي،

"ملګري ملتونه او بشري شریکان به اوس دا توان ولري چې اړمنو کسانو ته په خلاص مټ مرسته وکړي. ډېر اعلی"

ملالې یوسفزۍ لیکلي، "نن له افغانانو سره د ملاتړ په برخه کې په دوو مهمو اعلانونو باندې خوشحاله شوم. د امریکا خزانې وزارت تعلیمي مرستې له بندیزونو څخه وویستلې او د ملګروملتونو امنیت شورا د بشری مرستو د اسانتیاو په برخه کې موافقه وکړه."

هغه زیاتوي، اوس به د افغانانو د خواړو، روغتیايي‌ خدماتو او د افغان جونو د تعلیمي اړتیاو لپاره پیسې واستول شي.

تر دې مخکې د امریکې حکومت څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره قرارداد وړاندې کړی وو، چې د دې شورا د غړو هېوادونو چین او روس د ویټو کولو له کبله رد شو.

د شورو- چارشنبې په ورځ امریکې په دویم ځل امنیت شورا ته یو قرارداد وړندې کړ، چې پر اساس به یې امریکا له طالبانو پرته له افغانستان سره بشري مرستې کوي.

په قرارداد کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د لومړنيو بشري اړتیاوو ملاتړ کوي، خو وایي دا مرستې په طالبانو پورې تړلیو ادارو باندې د لګېدلو بندیزونو "سرغړونه" نه ده.

امریکې د شورو- چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته د شیانو او نغدو پیسو د مرستې د رسېدو لپاره به پر طالبانو بندیزونه نرم کړي، خو وایي په دې شرط چې دا مرستې هغو کسانو ته ونه رسېږي چې د امریکې له بندیزونو سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG