لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا صحت چارواکي: 2021 به تر تېر کال د کرونا په حواله لا ډېر خونړی کال وي


واشنګټن ـــ په امريکا کې د صحت چارواکي وايي کال 2021 به د تېر کال په نسبت د کرونا وایرس په حواله لا ډېر خونړی کال وي.

رابرټ اېنډرسن چې په امريکا کې د ناروغیو د مخنيوي په اداره کې د مرګونو د شمېرو څارنه کوي ‌وايي‌ په کال 2021م کې د نومبر او دسمبر په میاشتو کې لا د کرونا واېرس د لاسه د مړو شوو کسانو شمېرې نه دي ترلاسه شوي ‌خو بيا هم داسې ښکاري چې په دې کال کې به د مړو شمېره د تېر کال نه 15000 پورې زياته وي.

په امريکا کې د ناروغیو د مخنيوي ادارې سي ډي‌ سي وروستی رپوټ وايي‌ د کرونا وبا د لاسه کال 2020 م د امريکې په تاريخ کې تر ټولو خونړی کال وو، وایي په مجموعي توګه 30 لکه 33 زره څلور اتيا کسان مړه شوي‌ وو،‌ چې د تېرو شمېرو په حساب پکې 25000 کسان زيات شوي دي.

په دې کې درې نیم لکه نه زيات په کرونا واېرس مړه شوي وو، اېنډرسن وايي‌ په شمېرو کې داسې بدلون راځي ولې چې د اکثرو ریاستونو شمېر په کمپيوټري نظام کې په اچولو وخت لګي.

سي ډي سي روانه اوونۍ په امريکا کې د اوسط عمر اټکل هم جاری کړی چې وايي 77 کاله دی، وړاندې د امريکايانو اوسط عمر د اته اويا کالو نه زيات وو، په دې تازه شمېره کې په اوسط عمر کې 1.8 کاله کمی راغلی دی.

د سي ډي سي د شمېرو چارواکی اېنډرسن وايي‌ په کال 2021م کې په امريکا کې په مجموعي توګه د مړینې شمېر تر 34 لکو نه د زياتېدو امکان شته چې بیا به پکې د درې نيم لکو نه زيات په کرونا واېرس مړه خلک هم شامل وي، خو ځينې نور پوهان وايي دغه شمېر د کال 2020م سره برابرې کېدلی شي.

په يونیورسټي آف واشنګټن کې د مرګونو د شمېرو ماهر علي موکداد وايي، " دا ډېره د غم خبره ده".

په امريکا کې د اوسط عمر کمېدلو يو لوی علت کرونا واېرس دی چې په کال 2020م کې يې د مارچ په مياشت کې په امريکا کې ځاني زيان اړول پېل کړي خو ماهرين وايي‌ دا په امريکا کې د زړه د ناروغيو او کېنسر پسې په دريم نمبر د مړينو لوی علت دی. تر ټولو زيات کسان دلته د زړه په ناروغيو او کېنسر مړه کېږي.

د سي ډي سي د شمېرو چارواکی اېنډرسن وايي‌ تېر کال په کرونا واېرس درې لکه 51 زره کسان مړه شوي وو او سږ کال په دغې وبا د مړينو اندازه درې لکه اويا نه زياته ده.

د صحت د چارو پوهان وايي‌ سږ کال د نشو د زياتوالي ‌د لاسه د مړو شمېره هم د يو لک نه بره تللې ده.

چارواکي وايي د کرونا وېکسين د مرګونو شمېره کمولی شي، خو وېکسين سږ کال پېل شول چې د جنورۍ د مياشتې تر اخېره يواځې اوه ميلينه خلکو ته پوره وېکسين ورکړل شوي‌ وو.

سي ډي‌ سي وايي‌اوس د امريکې 65 فیصده خلکو ته وېکسين ورکړل شوي‌ دي چې په يو حساب 204 ميلينه امريکايانو دغه ويکسين اخيستي دي او امکان دی چې د مرګونو په شمېر کې ورسره کمی راشي،‌ خو ډاکټران د نوي وایرس اومېکران په راتلو اندېښمن دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG