لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمیر ته دمنظور پشتین په تګ بندیز لګول شوی دی


د پاکستان د واک لاندې دکشمير حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتين کشمیر ته په تګ اؤ دغلته په ویناګانو بندیز لګولی دی .

پي ټي ايم ،حکومت مخالفه سياستمدران او دبشري حقونو فعالين دغه حکومتي پريکړه امرانه بولي او ددې غندنه کوي.

وړاندې نه نيوکې کيږي چې دپاکستان رياست د لاقانونه ټي ټي پي سره خبرې کوي خو برعکس بیا د پي ټي ايم په څیر په امن او جمهوريت باور لرونکې ډله دخپل اییني اؤ قانوني حقونو لپاره دغږ پورته کولو نه محرومه ساتي.

دپاکستان د واک لاندې دکشمیر حکومت دامن اؤ ثبات ساتنې دقانون په اساس تر درېوؤ میاشتو کشمیر ته دمنظور پشتین په ننوتلو اؤ دغلته په ویناؤ بندیز لګولی دی.

رپورټونه وایي د پي ټي ایم مشر منظور پشتین د راتلونکې شنبې په ورځ د کشمیر په کوټلي سیمه کې دکشمیر دازاد حیثیت دپلوي یوې ډلې نیشنل سټوډنټس فیډریشن لخوا راجوړیدونکې دستورې ته د وینا لپاره دغلته دتګ پلان لرلو.

تر دې وړاندې هم دپاکستان دبلوچستان ایالت په شمول دهیواد بیلابیلو برخو ته دمنظور پشتین په تګ حکومت قدغنونه لګولي دي.

کشمیر ته دمنظور پشټین په ننوتلو اؤ دغلته په ویناګانو د بندیز په اړه دکشمیر حکومت پرېکړې ته غبرګون کې دپي ټي ایم ویاند ولسیار دا د پي ټي ایم په ضد د ریاست دناوړه جبر یوه بله هڅه بولي اؤ وایي پیرنګي چې دې سیمه کې داستعمار کومې پالیسۍ پرېښې وې هغه اوس هم ریاست پرمخ وړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ولسیار ویلي تر منظور پشتین وړاندې داسې بندیزونه په دې ریاست کې په ولي خان اؤ نورو ملت پالو سیاسي مشرانو هم لګیدلي وؤ .

هغه زیاتوي ریاست دداسې بندیزونو دلارې غواړي چې دمحکومو پښتنو غږ له یوې سیمې بلې سیمې ته ونه رسیږي اؤ نه هم باید داستعماریت اؤ جبر لاندې د ژوند کوونکو محکومو ولسونو دیو بل سره څه پیوستون جوړ شي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د تحریک جوانان کشمیر دیو ناڅرګنده تنظیم غړو کشمیر ته دمنظور پشتین په تګ د بندیز غوښتنه کړې وه.

دحکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز سره تړاؤ لرونکي دکشمیر پخواني وزیر مشتاق منهاس د تحریک انصاف ګوند دحکومت دا پرېکړه په ستختو ټکو غندلې ده اؤ پخپل یو ټویټ کې یې د کشمیر حکومت دا پرېکړه امرانه بللې ده.

دبشري حقونو سازمانونه تور لګوي چې دپاکستان ریاست دلاقانونه ډلو تحریک لبیک اؤ تحریک طالبان سره خبرې اترې کوي خو ددې په پرتله یې بیا دپي ټي ایم په څېر امن خوښې اؤ دخپلو حقونو لپاره په اییني اؤ قانوني مبارزه بوختې ډلې دخپلو څرګندونو دحق نه هم محرومې ساتلې دي.

دپاکستان دخبریالانو دمرکزي اتحادیې پی ایف یو جی عمومي سکتر ناصر زیدي هم کشمیر ته دمنظور پشتین په تګ دبندیز دپرېکړې غندنه کوي اؤ وایي دا پرېکړه د رایې د اظهار ددستوري حق په ضد ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي زیدي ویلي دکشمیر حکومت دا واک نه لري چې منظور پشتین یا دهیواد بل کوم پرامنه وګړی دغلته د تګ څخه منعې کړي.

خو ډیوه چې کله په دې اړه دکشمیر دکورنیو چارو د وزارت د اړوند ادارې دچارواکو دنظر اخستو هڅه وکړه نو دا هڅه بریالۍ نه شوه.

تر دې وړاندې هم د پي ټي ایم په مشر منظور پشتین اؤ نورو مشرانو اؤ فعالانو دهیواد دپوځ اؤ نورو ادارو په ضد دخلکو د راپارولو دتورونو په اساس ګڼ شمیر مقدمې درج کړل شوي دي اؤ په دغو مقدمو کې اوس هم دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی اؤ د پي ټي ایم مخکښ مشر د تیر یو کال راهسې د کراچۍ په زندان کې پروت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG