لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نثار مومند وايي هغه ته ګواښونه دي خو ساتونکي سرتيري ترې بيرته اخستل شوي


نثار مومند
نثار مومند

په قبايلي ضلع مومندو کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي، هغه ته د تحریک طالبان پاکستان سره نور ګواښونه دي خو تيره شپه د هغه نه ساتونکي سرتيري بيرته اخستل شوي، خو د مومندو مرستیال کمشنر وايي، د هغه سره دوه سرتيري په خپل ځای دي او اضافي سرتيري ترې اخستل شوي دي.

نثار مومند نن د جمعې په ورځ (24دسمبر) وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، بېګاه غلنۍ ته د پوليسو مشراو ډي سي سره ليدو له ورغلی، او نوموړی تور لګوي هغوی هلته څه غېر قانونه کار کولو، ده منع کول او بيا ترې هغوی هلته په ځای امنيتي سرتيري بيرته واخستل.

نوموړي زياته کړه هغه د عوامي نيشنل ګوند د قبايلي ضلعې نه د صوبايي اسمبلۍ ممبر دی، د ټي ټي پي لخوا ورته ګواښونه دي او د هغه ګواښونه په ريکارډ دي، عوامي نيشنل ګوند ته په ګواښونو ټول خلک خبر دي.

نثار مومند دا هم وويل چې هغه بيا د شپې اېف ايي ار کولو له لاړو، چې د دغو چارواکو پرضد مقدمه درج کړي خو هغې ته هم پرې نه ښودل شو، نن سهار ورته بيا لاره نیول شوې خو هغه بيا عدالت ته تللی او عدالت ته خواست کوي.

نوموړي وويل، د هغه کور ته بيا ټيليفون شوی او ورته ويل شوي چې ده ته به نور اوس هيڅ ډول پروټوکول نه ورکول کيږي.

خو د مومندو مرستیال کمشنر غلام حبيب وايي، نثار مومند ته اضافي سرتيري ورکړی شوی وو، خو دې (نثار مومند) چې راغلو د سيکیورټي سره يې په الېکشن افس حمله وکړه او مواد يې سوځولو، نو دوی ورته بيا وويل چې هغه ته سيکیورټي د دې دپاره نه ده ورکړی شوې چې هغه د الېکشن مواد سوځوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، نثار مومند ته چې د صوبايي حکومت نه کوم دوه سرتيري ورکړی شوي هغوی ورسره دي، خو ده چې اضافي سرتيري د ځان سره د امنيت دپاره اخستي وو، د هغې دا مطلب خو نه دی چې دی په الېکشن دفتر ورځي.

مرستيال کمشنر وویل، دوی به هغه يواځې کوي نه، او امنيت به ورته ورکوي.

د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند دا تور په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په 19 دسمبر د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې بلدياتي انتخابات ترسره شوي دي.

د دغو انتخاباتو نه يوه ورځ وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د عوامي نيشنل ګوند د تحصيل ناظم کانديد عمر خطاب شېرانی نامالومو کسانو په ډزو وژلی وو.

بيا د انتخاباتو په ورځ په باجوړ ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د پلويانو په ګاډي چاودنه شوې او دوه تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

نثار مومند وايي هغه پرون باجوړ ته د وژل شوو کسانو کورنيو ته هم ورغلی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG