لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور عدالت د مذهب د سپکاوي تورن ته د مرګ سزا اورولې


د پېښور یو ځايي عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن مجرم ګرځولی او د مرګ سزا يې ورته اورولې ده، عدالت ویلي دغه تن په يوه ويډيو کې په ښکاره د مذهب سپکاوی کړی او دغه تور پرې ثابت شوی دی.

د پېښور اډيشنل سيشن جج محمد طاهر اورنګزېب د چارسدې سره تعلق لرونکي بشیر مستان نومې کس ته د مذهب د سپکاوي په قضیه کې سزا اورولې ده.

د تیر کال ستمبر په میاشت کې په ټولنيزو رسنیو يوه ويډیو خپره شوې چې پکې دغه تن ځان بشير مستان معرفي کوي او هغه په خپلو خبرو کې د پېغمبرۍ دعوه کوي، او ځینې نورې دغه ډول خبرې يې هم کړې وې.

بشير مستان بيا د پېښور د انقلاب تاڼې پوليسو نيولی او د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې يې پرې مقدمه جوړه کړې وه، او په 23 دسمبر بيا د پېښور عدالت دغه تن د مرګ سزا اورولې ده.

د ذهني ناروغو پوهان وايي که څوک دغه ډول خبرې کوي بيا د هغه تن ذهني توازن سم نه مالومیږي.

او قانون پوهه وکیل شفيق ګګياڼی وايي، د مستان په اړه عدالت د هغه د ذهني توازن مالومولو دپاره طبي معاينه کړې او مېډېکل بورډ بيا ويلي وو چې د هغه ذهني توازن سم دی.

خو نوموړی وکيل وايي، په اول کې خو د دغه تن وکالت ته څوک نه وو تيار، او زياته يې کړه که د مستان په قضيه کې وکالت کولو ته کوم وکيل غاړه نه اېښوده، نو بيا د ملک ايين او قانون دا وايي که يو تورن تن د وکیل وس نه لري يا يې څوک وکالت ته نه تياريږي، نو پکار ده چې سرکار ورله په خپل خرڅ وکیل ونيسي.

هغه وویل د هغه په نظر په دې قضيه کې دغه قانوني کمی ليدل کيږي چې د هغه وکيل نه وو، پاتې عدالت فېصله اورولې ده، هغه پوره فېصله نه کتلې چې د ګل په ورځ پوره فېصله مخې ته راشي هغه پرې بيا پوره خبره کولی شي.

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وايي، عدالت چې فېصله اورولې عدالت به پوره څيړنه کړي وي د هغې وروسته به يې فېصله اورولې وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي خبرونه مخې ته راځي او په هغې کې په ځانګړي ډول په پنجاب صوبه کې ليدل شوي چې خلکو د ذاتي جګړو دپاره د ځمکې، پټي، د دوکان په جګړه د مذهب د سپکاوي تورونه لګولي دي، او استعمال کړي يې دي، دا حقيقت دی چې په دې کې غلط کېسونه هم شته.

نوموړي وویل، نن سبا دور د تخصص دی، بايد چې په مذهبي مسلو پوهه خلک خبره وکړي، لکه د طب په مسلو چې ډاکټران پوهيږي، په خصوصي توګه په حساسه مسلو کې د کومو اثرات چې په ټولنه، په سياسي او معاشي عمل باندې پرېووځي په هغې کې ډېر احتياط پکار دی.

ښاغلي قبله اياز وويل، د خلکو پوهه کول پکار دي، د ممبر مهراب او میډيا کردار ډېر ضروري دی پکار ده چې خلک د جذباتو په ځای شعور پله راشي.

د ټولنيز انصاف دپاره د نړيوالې ادارې (سي اېس جې) د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د کال 1987 نه تر کال 2020 پورې 1855 کسان د مذهب د سپکاوي په تور تورن شوي دي او د 295-بي او 298-سي د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې پرې مقدمې درج شوي دي.

سي اېس جې چې د روان کال په لومړو کې خپل رپورټ خپور کړی پکې ويل شوي وو تر ټولو زياتې مقدمې په کال 2020 کې درج شوي چې پکې 150 يا 75 فيصده مقدمې د مسلمانانو پرضد، 40 مقدمې يا 20فيصده د احمديانو، او درې نيم فيصده د عيسايانو او هندوانو پرضد درج شوي دي.

د امريکې د لږکيو د حقونو د څار دپاره ادارې د مذهبي ازادۍ په اړه د کال 2014 نه تر د کال 2018 پورې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي 184 رپورټونه درج شوي او دا په نړۍ کې تر ټولو زیات رپورټونه دي چې د مذهب د سپکاوي په اړه درج شوي دي.

په پاکستان وخت په وخت د مذهبي ازاديو په اړوند تورونه لګي چې دلته په منظم ډول د مذهبي ازادۍ سنګينې سرغړونې کيږي، خو پاکستاني چارواکي بيا بيا دا دريځ تکراروي او وايي چې د هېواد د دستور لاندې ټولو لږکیو ته په خپل مذهب د عمل ازادي ترلاسه ده او هغوی په خلاص مټ بې له کومې وېرې ترهې په مذهب عمل کوي. او د بشري حقونو خیال ساتل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG