لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډیورنډ دپاکستان اؤ طالبانو شخړه،دطالبانو دپوځ مشر پاکستان ته څه ګواښ کړی؟


دپاکستاني چارواکو له خولې که هرڅو په مطبوعاتو کې دعوه شوې چې افغانستان سره په پوله رامنځته شوې شخړه هواره شوې خو په عین حال کې دطالبانو دحکومت دپوځي مشر قاري فصیح الدین بدخشاني اخطار کړی چې دوئ ښه ګاونډیتوب ته ژمن دي خو که چا یې په خاوره تیری وکړو نو غلي به نه پاتې کیږي.

څېړونکي وایي پاکستان که هر څومره طالبان ځانته نزدې وګڼي خو نه دطالبانو تیر حکومت کې دهغوئ دهغه وخت مشر ملا عمر د ډیورنډ کرښه د دایمي سرحد په توګه منلې وه اؤ نه به ورته اوس طالبان غاړه کښیږدي.

د طالبانو د حکومت د دفاع د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په وروستیو کې ویلي وؤ چې طالب ځواکونو د تیر اتوار په ورځ پاکستاني ځواکونه د ختیز ولایت ننګرهار سره د ډیورنډ‌ په کرښه د ازغن تار لګولو څخه منعې کړي دي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي دافغان پوځ سرلښکر یا لویې درستیز قاري فصیح الدین بدخشاني پاکستان سره لګیدلي دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار ته سفر کړی دی اؤ پخپل یو ټویټ کې یې ډیورنډ دفرضي کرښې په نوم یاد کړی دی.

ډیورنډ چې پاکستان یې افغانستان سره خپله منل شوې نړیواله پوله ګڼي ، په افغانستان کې وخت له سره دپولې په توګه ددې له منلو انکار کیږي اؤ حتی دطالبانو دتیر حکومت مشر ملا عمر یې هم دنړیوالې پولې په توګه له منلو انکار کړی ؤ.

په ټویټر دقاري فیصیح الدین بدخشاني په نوم دیو اکاونټ نه شوي ټویټ کې ویل شوي چې طالبان ګاونډیانو سره ښو اړېکو ته ژمن دي خو که چا تیری وکړو هغوئ به ددې تیري مقابل کې غلي نه پاتې کیږي اؤ رغنده جواب به مومي.

ددغه اکاونټ لا په دقیق ډول پخلی نه دی شوی چې ایا په رښتیا هم دطالبانو دحکومت دپوځ دمشر لخوا چلول کیږي که فرضي دی ، خو خبریال طاهر خان اؤ دټولنیزو رسنیو ګڼو نورو فعالینو هم دغه اکاونټ دښاغلي بدخشاني په نوم یاد کړی دی.

د ډیورنډ کرښه

د افغانستان او منځۍ اېشيا د چارو څېړونکی ډاکټر سرفراز خان وايي د ډيورنډ د پولې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمن خان او برطانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل سوانح حيات یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي کله چې پېرنګی له هند څخه کال 1947 کې تللو نو د افغانستان او پاکستان دننه ځینې خلک دريځ لري باید چې د افغانستان څخه نيول شوې سيمې (پښتونخوا) یې افغانستان ته بېرته ستنې کړې وای.

دې وايي که نن سبا وکتل شي نو د هېوادونو ترمنځ د پولو اهمیت ورو په ورو کمېږي، نړۍ ګلوبلایزډ دنيا ده .

دهغه په وینا "د ډبليو ټى او یا د تجارت نړیواله معاهده وايي چې باید سرمايې او د سامانونه ترسيل دې په ازادانه ډول وشي خو بندېزونه په انسانانو باندې لګوي مطلب دوئ لپاره به پاسپورټ او وېزه وي. او دا د نړۍ په قوانینو کې تضاد په ګوته کوي"

دڅېړونکو په نظر

د باندنیو چارو څېړنکار او دپاکستان پخوانی سفير اصف دراني ډيوه ته وايي دهغه په اند د ډيورنډ پوله د پاکستان لپاره کومه مسله نه ده او پاکستان دا رسمي نړیواله پوله منى.

هغه وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ چې تر نن پورې څومره هم لوظنامې شوې لکه د پاک افغان ټرانزټي معاهده هغې کې هم ډيورنډ يوه رسمي پوله تسلیم شوې ده،

"دا به د پولې پورې راپورې د ځېنو سياست مدارانو لپاره مسله وي خو پاکستان دا کومه شخړه نه ګڼي او نه پاکستاني چارواکي پi دې افغانستان سره خبرې کوي"

دی وايي د طالبانو پخواني امير ملاعمر چې پخپله هم افغان ؤ هغه هم ډيورنډ رسمي پوله نه منله او دا دافغانانو يو ذهنیت دی او ځنې افغان خلک خو دا هم وايي چې د ډيورنډ لوظنامه چې د پيرنګيانو سره لاسلیک شوي وه د سلو کالونو لپاره وه.

ډاکټر سرفراز خان وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ پوله باندې پرتو خلکو د سوونو کلونو راهیسې تګ راتګ کولو او سامانونه به یې وړل راوړل او دې کرښې د پولې دواړو خواؤ ته کورنۍ له یو بله جلا کړي.

دی وايي د نړیوال قانون لاندې د پولو دواړو غاړو ته پرتو خلکو ته 11 ميله واټن کې د تګ راتګ اجازه وي او دې ته easement righ. وېل کېږي.

نوموړی زیاتوي څنګه چې پاکستان د هند په پوله کشمیر سره په لاېن اف کڼړول باندې د ازغن تار لګولو مخالفت کوي او دغه سم نه ګڼي نو که په ډيورنډ د پاکستان موقف ته پام وشي نو دا هم دوه ځايه جلا دی. په کشمیر کې د باړ مخالف او په ډيورڼد یې حق کې دی.

دسرفراز خان په وینا پاکستان د ترکیې او يونان ترمنځ په شريکه پوله د ازغن تار لګولو ملاتړ کوي او په هندي کشمیر کې یې مخالفت کوي. دا د مفاداتو خبره وى،

خو هغه په دې نظر دی چې دا يوه سياسي معامله ده او باید چې افغان او پاکستاني چارواکي دا په خبرو هواره کړي او دا دې باوري کړي چې په پوله دترهګرو فعالیت نه وي بلکې عام خلک اؤ تجارتي سامانونه پرې تیر راتیر شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG