لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشریف هیواد ته دبیا ستنېدو په ګنګوسو دعمران خان غبرګون،ایا پاکستان کې حکومت بدلیږي؟


په پاکستان کې ځینې څېړونکي داسې ګنګوسې کوي چې ګنې دعمران خان حکومت چې مخالفین پرې دپوځ دملاتړ تورونه لګوي اوس دپوځ دملاتړ نه محروم شوی اؤ یو وارې بیا دنوازشریف په اقتدار کې د راوستلو هڅې روانې دي.

پاکستان ته دپخواني وزير اعظم نواز شريف دستنېدو خبرونو ته غبرګون کې وزير اعظم عمران خان ويلي د يو مجرم دسزا د ختمولو هڅې کيږي او هغه په دې حيرانه دى چې عدالت څنګه يو سزا شوى تن بخښلى شي او هغه ته د هيواد د وزير اعظم جوړيدو مو قعه په لاس ورتلى شي.

دا په داسې حال کې ده چې دسپريم کورټ بار صدر احسن بهون د ملکي دستور ٦١ شق په اساس د ټول عمرى سزا په ضد سپريم کورټ ته دخواست ورکولو پخلى کړی دى د کوم شق د لاندې چې ياد عدالت پخوانى وزير اعظم نواز شريف د پارليمان د غړيتوب لپاره دايمي نااهله ګرځولى دى.

اسلام اباد کې د واکمن تحريک انصاف ګوند دمرکزي مشرانو غونډى ته وينا کې وزير اعظم عمران خان ويلي د نواز شريف د سزا ختمولو هڅې کيږي.

غونډه کې شريک د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري د وزیر اعظم د خبرو پخلى کړی دى.

د فواد چوهدري په خبره وزير اعظم په دې هم حيرانتيا ښودلې چې دا څنګه ممکنه ده چې عدالت د نواز شريف سزا ختمه کړي او د هغه په څلورم ځل د پاکستان وزير اعظم جوړيدو ته لاره هواره کړي.

په عین حال کې د سپريم کورټ دوکیلانو دسازمان صدر احسن بهون د ملکي دستور ٦١ ١ ايف په اساس ددايمي سزا په ضد سپريم کورټ ته خواست ورکولو اعلان کړی دی.

ددغه قانون په اساس کال ٢٠١٧م کې سپريم کورټ د هغې وخت وزير اعظم نواز شريف انتخابي فارم کې د خپلو اثاثو پټولو په تور د پارلیمان د غړيتوب لپاره په دايمي توګه نا اهله ګرځولى.

د سپريم کورټ بار پخوانى مشر لطيف اپريدي وايي که سپريم کورټ وغواړي نو خپله وړومبۍ پريکړه اړولى يا دې کې بدلون کولى شي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه ووېل دا سمه ده چې دبياکتنې خواست يو ټاکلى شوي وخت پوري کيږي او سپريم کورټ خپلو پريکړو ته بياکتنه هم ډيره په ګرانه کوي خو که اعلا عدالت وګڼي چى يوه پريکړه د ملکي دستور اوبشرى حقونو په ضد ده نو عدالت د لويې بينچ د لارې دا پريکړه بيرته اخستى شي.

په پاکستان کې ځینې څېړونکي داسې ګنګوسې کوي چې ګنې دعمران خان حکومت چې مخالفین پرې دپوځ دملاتړ تورونه لګوي اوس دپوځ دملاتړ نه محروم شوی اؤ یو وارې بیا دنوازشریف په اقتدار کې د راوستلو هڅې روانې دي.

نوازشریف چې دا مهال په لندن کې دی ،په دې وروستیو کې یې په ټولنیزو رسنیو یوه لنډه ویډیو خپره شوې اؤ په دغه ویډیو کې هغه زر بیرته پاکستان ته دستنیدو خبره کوي.

په نولسم دسمبر دخیبر پښتونخوا ۱۷ضلعو کې ترسره شوؤ ټاکنو کې هم صوبه اؤ مرکز کې واکمن ګوند تحریک انصاف ماتې خوړلې اؤ زیات سیټونه پکې مذهبي ډلې جمعیت علماء اسلام ترلاسه کړي دي.

څېړونکي دې ټاکنو کې دجی یو ایي بریالیتوب تحریک انصاف ګوند نه دپوځ دمرستې دلاس راښکلو په معنا بولي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG