لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي عرب د یمني یاغیانو په راکټي برید کې دوه کسان وژل شوي دي


په یمن کې د هوثي یاغیانو یوه ډله د امریکا د سفارت مخې ته
په یمن کې د هوثي یاغیانو یوه ډله د امریکا د سفارت مخې ته

واشنګټن – د سعودي عربستان په جنوبي سرحدي ښار جېزان کې د جمعې ناوخته د یمني یاغیانو په یو برید کې دوه کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.

دغه خبر د سعودي دولتي خبري رسنۍ ورکړی. دوی ویلي، د یمن هوثي یاغیانو یو توغندی توغولی چې په ترڅ کې یې په جنوب لویدیځ ښار جېزان کې یو سعودی او یو یمنی کس وژل شوی دی.

خبر زیاتوي، په ټپیانو کې شپږ تنه د سعودي عرب وو او یو کس پکې بنګلدیشی و.

د توغوندې ټوټې هم په نېږدې موټرو او دوکانونو باندې لګېدلې دي.

د یمن له خاورې په سعودي باندې د داسې مرګونو بریدونو له زیاتېدو ښکاري چې د یمن اوږده کورنۍ جګړه بیا زیاته شوې.

د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف د جمعې وختي په صنعا باندې بریدونو کې د سعودي رسنیو په وینا د ښار مرکز ته نېږدې یو پوځي مرکز په نښه شوی وو.

هوثي رسنۍ وایي، چې په یوې ګڼ مېشتې سیمې بریدونه شوي او کورونه پکې وېجاړ شوي دي.

د هوثي یاغیانو یو ویاند جنرال یحی سېري د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې یاغیانو په جېزان باندې درې بالېسټېک توغندي توغولي او د هغه په وینا هلته یې پرې مهم او حساس ځایونه په نخښه کړي دي خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د یمن جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې ایران پلوو هوثي یاغیانو صنعا او د هېواد زیاتره شمالي برخې ونیولې.

څو میاشتې وروسته بیا د امریکا تر ملاتړ لاندې د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف مداخله وکړه چې هوثیان وباسي او په نړیواله توګه په رسمیت پېژندل شوی حکومت بېرته ځای ته راولي.

دغه جګړه اوږده شوه او له امله یې دغلته د نړۍ تر ټولو سخت بشري ناورین رامنځ ته شو.

د یمن په کورنۍ جګړې کې تر ۱۳۰۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي چې په زرګونو یې ملکي وګړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG