لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بټ خیله کې دګل پاڼې په نوم نرښځی سوځول شوی دی


دخیبر پښتونخوا په ملاکنډ بټ خیله سیمه کې یو نرښځی ته اور لګول شوی چې له امله یې هغه سخت سوځیدلی اؤ دعلاج لپاره دپېښور روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس ددې پېښې پخلی کوي اؤ‌ وایي کوم تن چې خواجه سرا سوځولی هغه له موقعې تښتیدلی خو پولیسو مقدمه درج کړې اؤ دهغه دنیولو هڅې کوي.

پېښور کې دنرښځیانو د ټولنې اؤ دمنزل فاونډیشن په نوم د دوئ دخیریه موسسې مشر ارزو خان وي او ای ډیوه ته ویلي دګل پاڼې په نوم نرښځي په یو محفل کې ګډا کوله اؤ کله چې دمحفل ختمیدو نه وروسته هغه خپلې ډیرې ته روان ؤ نو په لاره کې پرې حسین نومې تن الکوهل شیندلي اؤ اور ته ورته لګولی دی.

ارزو خان وایي د ډاکټرانو د وینا مطابق په اور کې دنرښځي ګل پاڼې دبدن ۳۰فیصده برخه سوځیدلې اؤ هغه اوس دبټخیلې نه دپېښور حیات اباد کمپلیکس روغتون ته راوړل شوی چې دغلته یې علاج روان دی.

ارزو خان چې پخپله هم یو نرښځی دی ، وایي په دې پېښه کې سوځیدلی نرښځی د ژوند اؤ مرګ دکشمکش سره خو وایي پولیسو لا تر اوسه پېښه کې دککړ تن په ضد ایف ایي ار نه دی درج کړی.

دبټ خیلې دپولیسو یا لیویز مشر پوسټ کمانډر امیر زمان ددې پېښې پخلی کوي اؤ وایي پولیسو ته وړومبی ویل شوي وؤ‌ چې په نرښځي تیزاب شیندل شوي خو د ډاکټري رپورټ نه واضحه شوې ده چې په هغه تیزاب نه بلکې یو قسم الکهول شیندل شوي چې دهغه د وجود ځینې برخې یې سوځولي دي.

هغه وایي پولیسو معلومه شوې ده چې کوم تن په نرښځي الکهول شیندلي هغه ددغه نرښځي سره له ډیرې مودې راهسې یارانه لرله اؤ څه موده مخکې چې دغه تن پولیسو نیولی ؤ نو هم یاد نرښځی دهغه په خلاصولو پسې پولیسو له ورغلی ؤ.

کمانډر امیر زمان وایي چې امنیتي ځواکونو ددې پېښې نه سمدستي وروسته ایف ایي ار درج کول غوښتل خو یاد خواجه سراء دایف ایي ار درج کولو نه انکار کړی دی اؤ له هغې وروسته بیا پولیسو له خپله انده ددې پېښې رپورټ درج کړی دی.

خو ارزو خان بیا وایي چې نرښځی ګل پاڼه دې پېښه کې دومره سوځېدلی چې نه یې شول کولی پولیس ته دایف ایي ار په خواست لاسلیک وکړي اؤ نورو نرښځیانو له ویرې دلاسلیک نه انکار کړی دی ځکه چې هغوئ که په داسې موقعو مدعیان جوړ شي نو سبا یې خپلو سرونو ته خطرې وي.

د ارزو خان په وینا په دې ملک کې د سپو اؤ نور ځناورو تپوس کیږي خو دخواجه سرا څوک تپوس نه کوي اؤ که چرې دیو خواجه سراء سره دهغه دحق لپاره نور هیجړاګان ودریږي نو سبا خلک هغه هم وژني اؤ یا یې هم ځوروي.

د ارزو خان په وینا د دوئ لخوا راټولې کړل شوې شمیرې ښایي چې د روان کال په اوږدو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې شپږ نرښځیان وژل شوي اؤ د ۲۵ پورې نور دبیلابیلو لارو دتشد ښکار شوي دي.

هغه وایي دا یوازې هغه شمیرې دي چې په ریکارډ راغلي دي خو په اصل کې دا شمیرې تر دې ډيرې لوړې دي خو زیاتره هیجړاګان چې دتشدد، جنسي تیري اؤ ځورونې ښکار شي نو هغوئ دخپلو کورنیو مجبوریتونو اؤ دمخالف فریق له ویرې غلي پاتې کیږي اؤ ورسره شوی زیاتی په ریکارډ نه راځي.

ارزو وایي په بټ خیله کې د ډیرې مودې راهسې هڅې کیږي چې خواجه سراء له دغې ضلعې وویستل شي خو هغه وایي چې دانتظامیې اؤ پولیسو ددې زیاتي په ضد هغې عدالت کې کیس ګټلی اؤ‌ دغلته هیجړاګان په قانوني توګه ژوند تیروي.

دبټ خیلې پوسټ کمانډر امیر زمان هم دا مني چې دی بټ خیلې نه دهیجړاګانو د ویستلو په هڅه کې دی خو هغه وایي دلته چې څومره خلک دنرښځیانو په نوم غیر اخلاقي فعالیتونه کوي هغې کې یوازې یو تن سره دهیجړا دصنف شناختي کارډ شته اؤ نور عام خلک دي چې دهیجړاګانو په نوم له بیلابیلو ښارونو دلته راغلي اؤ غیراخلاقي فعالیتونه کوي.

خو ارزو خان بیا دپولیسو دا دریځ حیرانوونکی بولي چې ګنې که چاسره دنرښځی دصنف کارډ نه وي نو هغه به هیجړا نه وي.

هغه وایي دا پوښتنه ټولنه هیجړا چې له کوره اوځي نو دهغه کورنۍ ورسره راشه ، درشه اؤ اړېکې پریږدي اؤ کله چې دا خواجه سراء بیا شناختي کارډ جوړوي نو هغه په مور اؤ پلار پسې جوړیږي اؤ مور پلار هغه له خپل کارډونه نه ورکوي نو څنګه به یو هیجړا په دې واتونیږي چې دهیجړا په توګه شناختي کارډ ترلاسه کړي.

هغه وایي که دنوي قانون له مخې ګورو هم د هیجړاتوب تصدیق دشناختي کارډ جوړولو په وخت کولی شي خو زیاتره ګوروګان هم خپلو چیلو له دتصدیق کولو نه ډډه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG