لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره اسماعیل خان کې دپوځ په ګاډي چاودنه،یو پوځي وژل شوی،بل ژوبل


د خیبر پښتونخوا سویلي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې دسړک دغاړې بمي چاودنه کې دپاکستان دپوځ یو عسکر وژل شوی او یو بل عسکر ټپي شوی دی.

تیره ورځ شمالی وزیرستان کې هم د پاکستان دپوځ یو عسکر په وسله وال برید کې وژل شوی ؤ.

دډیره اسماعیل خان پولیس دا پیښه تاييدوي او وايي دا پېښه د کلاچي په لوڼي سیمه کې شوې ده.

د پولیسو ویاند امتیاز وي او ای ډیوه ته ویلي دامنیتي ځواکونو ګاډي ته نزدې دسړک په غاړه د وړاندې نه ښخ کړی شوي بارودی مواد ورچاودېدلي چې پکې یو سرتیری په وژل شوی او بل ټپي شوی.

هغه وایي پېښه کې ژوبل عسکر درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

ویاند ویلي له برید وروسته په زیات شمیر سره امنیتي سرتیري او پولیس دپیښې ځائ ته رسیدلي او د برید کوونکو پرضد یې د لټونې عملیات پېل کړي دي.

دپاکستان پوځ په دې اړوند څه نه دي ویلي خو تیره ورځ پوځ ویلي وؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپوځ په یوه څوکۍ دترهګرو برید کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی اؤ پوځ وایي چې دترهګرو ځالې یې هم په نخښنه کړي دي،

تر اوسه ددې بریدونو پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په پوځ څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې چې ټي ټي پي حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی ورسره سم په قبایلي ضلعو اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو اؤ سیاسي فعالینو د دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.
څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بريدونو د زیاتوالي علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي. او په حکومت تور پورې کوي چې د ترهګرۍ د مخې نیولو په ځائ په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی لیدل کیږي.

بل لور ورسره په څیرمه قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې تیره ورځ وژل شوی د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې عمومي سیکتر نجیب مسید ټانک کې خاورو ته سپارل شوی دی.

پاکستان پیپلز ګوند دا پیښه غندلې او دې پیښه کې دککړو کسانو معلومولو او د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي چي د نجیب محسود بې رحمه وژنه د خېبرپښتونخوا په امن یو سوالیه نشان دی.

هغه ویلي خېبرپښتونخوا کښې د پي ټي ابي مخالف سياسي کارکنان يو په بل پسې وژل کيږي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین اؤ دسیمې نورو سیاسي فعالینو دهغه وژنه په کلکو ټکو غندلې اؤ د هغه جنازې پرمهال یې د ویناګانو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

منظور پشتین وایي پښتانه به دنجیب الله په وینو غلي نه پاتې کیږي اؤ نه به دا ظلم هیر کړي.

د سیمه نه د صوبې پارلیمان کې جمیعیت علماء منتخب غړې مولانه عصام الدین ویلي حکومت دوئ ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی او دوئ (مسید قوم )به خپله د امن امان صورتحال برقرار ساتلو لپاره په علاقه کې خلکو سره خبرې کوي.

نجیب الله محسود تیر ماښام د جنوبي وزیرستان کې په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی ؤ،

د هغه پلار حبیب وي او ای ډیوه ته ویلي ؤ دوئ دچا سره هیڅ رقم دښمني نه لري اؤ نه پوهیږي چې زوئ یې چا اؤ ولې وژلی دی.


د سرا روغه تاڼې پولیس چارواکي وايي کورنۍ یې تر اوسه په چا دعوادیداري نه ده کړې پولیس پلټنې پیل کړې او زر به په دې پیښه کې ککړ کسان معلوم کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG