لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شیخ رشید:په پوله د ازغن تار لګولو پروژه دافغانستان په اشتراک سرته رسول غواړو


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشيد احمد د لاقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دغیرمستقیلو تماسونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان غواړي افغانستان سره په شريکه پوله د ازغن تار لګولو کار په دوه اړخیزه توګه دخپل مينځي اشتراک دلارې بشپړ شي.

کراچۍ کې د اتوار په ورځ خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وويل چې د افغانستان د اوسني وضعیت له کبله اسلام اباد ټوله نړۍ رابللې وه او پاکستان د طالبانو مرسته کول غواړي.

هغه دا څرګندونې په داسې کې کړي چې یو خوا په دې وروستیو کې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت اؤ پاکستان ترمنځ په پوله دازغن تار لګولو په معامله تریخوالی زیات شوی اؤ بلخوا دپاکستاني طالبانو تحریک پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

شیخ رشید ویلي دافغانستان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی چې خپله زمکه به کله هم دپاکستان په ضد کارول کیدو ته ورنکړي

مطبوعات وایي په دې وروستیو کې د ډيورنډ په کرښه دازغن تار لګولو په معامله دپاکستان اؤ افغان طالبانو ترمنځ سخت جنجالونه پیدا شوي اؤ طالبانو دکرښې نه ازغن تار هم ورټول کړی دی.

تیره ورځ په ټویټر دطالبانو په حکومت کې دافغان ځواکونو دسرلښکر قاري فصیح الدین بدخشاني په نوم دیو اکاونټ نه ټویټ شوی ؤ چې افغانستان ګاونډیانو سره ښو اړیکو ته ژمن دی خو که چا دافغانستان په خاوره تیری وکړو نو سخت جواب به مومي.

شیخ رشید د ازغن تار لګولو په سر طالبانو سره راپورته شوې شخړې ته په اشاره وويل پاکستان غواړي چې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو کار په دوه اړخیزه توګه او خپل مينځه اشتراک بشپړ کړي.

هغه دیوې پوښتنې په ځواب کې دا پخلی هم کړی دی چې پاکستان د ټي ټي سره نیع په نیغه تماسونه نه لري خو غیرمستقل تماسونه ورسره لري.

د کورنیو چارو وزیر د پاکستاني طالبانو سره د بالواسطه رابطو دا پخلی په داسې حال کې کړی چې هغوئ د پاکستان د حکومت سره د يوې مياشتې د ډزبندۍ وروسته خپلو بریدونو کې چټکتیا راوستې ده.

تيره ورځ د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پوځ په يوه څوکۍ د ترهګرو بريد کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی اؤ نن داتوار په ورځ هم په ډيره اسماعیل خان دپوځ یو ګاډي په ماین الوځول شوی چې یو پوځي پکې وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

ددغو بريد پړه لا کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې خو په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو دشوؤ زیاترو بریدونو پړه پاکستاني طالبانو قبوله کړې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د اکتوبر میاشت کې د پاکستان 26 امنیتي سرتېري د وسله والو په بريدونو کې وژل شوي چې په کې 8 پوليس او نور د پوځ او ملېشې عسکر شامل دي.

د ترهګرۍ په چارو او د پاکستاني طالبانو په فعاليتونو نظر لرونکی خبريال رفعت اورکزئ ډيوه ته وايي په دې وروستیو کې د هېواد پوځي مشرانو هم صحافيانو ته د بندو دروازو تر شا حال احوال کې پاکستاني طالبانو سره په څه نه څه کچه دخبرو او رابطو پخلی کړی ؤ.

هغه وايي د طالبانو په بريدونو کې د چټکتیا مقصد هم دا دی چې د پاکستان حکومت د هغوئ سره خبرو ته راغب کړي او خپلې غوښتنې پرې ومني.

ځنې څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بریدونو علت د افغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي او په حکومت تور پورې کوي چې دترهګرۍ د مخنیوي پرځائ په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی ليدل کېږي.

د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد دا هم ویلي چې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو په سر راپورته شوې شخړه باندې د غور لپاره به سبا اسلام اباد کې يوه مهمه غونډه کېږي چې دی به پکې په خپله هم ګډون کوي.

شېخ رشيد دا نه ده ښکاره کړې چې دا غونډه چا رابللې ده او نور څوک به پکې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG