لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان کې دترهګرۍ دپېښو کچه نوره هم لوړه شوې ده


څيړونکي وایي په تيرو څو کلونو کې په پاکستان او په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي۔

د فاټا څيړنيزي ادارې دشمېرو ترمخه د کال ۲۰۲۱م د جنورۍ نه تر نومبر مياشتې پورې قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښو کي ټول يو ۱۲۸ امنيتي عسکر وژل شوي او يو ۱۴۰ ټپيان شوي دي،

دغسې ۱۸۵ عام وګړي وژل شوي او ۱۱۸ ټپيان شوي دي .

ددې ترڅنګ په نښتو اؤ عملیاتو کې ۱۱۲وسله وال وژل شوي او ۳۷ ټپيان شوي دي۔

په ترسره شوؤ بریدونو کې د زياتو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې او ځېني بريدونه پکې داعش ډلې هم منلې دي۔

په عین حال کې سرکاري شمیرې ښایي چې د روان کال په اوږدو کې دبلوچستان دننه دترهګرۍ پېښو کې ۸۹فیصدي اضافه رامنځته شوې اؤ په دغه کړکیچ ځپلي ایالت کې دترهګرۍ ۲۶۰پېښې رامخته شوي دي.

دپاکستان جیو ټي وي دبلوچستان دکورنیو چارو دمحکمې څخه دترلاسه شوؤ شمیرو په اساس خپل رپورټ کې ویلي چې سږکال بلوچستان کې دترهګرۍ۲۶۰پېښو کې ۱۳۸کسان وژل شوي اؤ ۴۲۱نور ژوبل شوي دي.

دغه شمیرې ښایي چې ۴۲ دسمبر پورې بلوچستان کې په پولیسو ۱۳بریدونه شوي چې اته کسان پکې وژل شوي اؤ ۷۹ژوبل شوي دي.
همداشان په لیویز ځواکونو شوؤ اوو بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي اؤ پینځه ژوبل شوي دي .

رپورټ کې راغلي چې دبمي چادونو ۷۳ پېشو کې ۲۶کسان وژل شوي ۱۴۷ ټپیان شوي دي.

په دې موده کې په ۱۸ؤ راکټي بریدونو کې دوه ،دماینونو په چاودنو کې څلور کسان وژل شوي اؤ ۱۶ ټپیان شوي دي.

څيړونکی او د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وایي په دې سيمه کې ښکاري چي د وسله والو فعاليتونو روان وي او اوس پکې د داعش شان تنظيم د عملياتو اضافه هم شوې ده۔

د وسله والو لخوا په کال ۲۰۲۱م کې ځانمرګي بريدونه هم شوي خو زياتې هدفي وژنې رپورټ شوې دي چې پکې عام وګړي او د امنيتي ځواکونو اهلکار په نخښه شوي دي۔

څيړونکې او خبريال حق نواز وایي وي او ای ډيوه ته وایي وسله وال به د تېر په شان په دې سيمو کي واک ترلاسه نه کړي خو عمليات به يې روان وي چې ورسره به ددې سيمي خلک د مشکلاتو سره مخ وي۔

د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکو وخت په وخت دعوې کړي چې د سيمي نه یې ترهګري ختمه کړې، په قبايلي ضلعو کې يې امن پرځائ کړي او د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګولو سره د ترهګرو تګ راتګ هم کم شوی دی خو ددې دعوؤ باوجود هم په سيمه کې هدفي او ځانمرګي بريدونه رپورټ کېږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG