لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې دترهګرۍ پېښو کې87 سلنه اضافه دصوبې حکومت داندېښنې خبره نه ګڼي


بلوچستان ايالت کې د تېر کال په پرتله روان کال د ترهګرۍ په پېښو کې 87 سلنه او په مرګونو کې 46 سلنه اضافه شوي خو حکومت وايې دا دانديښني خبره نه ده.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو د وزارت رپورټ دی چې په کال 2021م کې د دسمبر تر شلمې نېټې په ايالت کې 260 د ترهګرۍ پېښي شوي، خو تېر کال د ترهګريزو پېښو شمېره 139 وه۔

په رپورټ کې زياته شوي چې په کال 2021 کې د ترهګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې 138 کسان وژل شوي او 421 نور ټپيان شوي، چې پکې دپوليس 8 سرتيري وژل شوي ، 79 ټپيان،د ليوز ځواک 6 سرتيري وژل شوي اؤ 5 ټپيان شوي.

په امنيتي ځواکونو کې تر ټولو زيات بريدونه پر ايف سي ځواک تر سره شوي دي چې پکې د ايف سي 68 سرتيري وژل شوي او تر يونيم سلو زيات ټپيان شوي دي۔

رپورټ کې زياته شوې چې روان کال په ايالت کې په 37 چاودونو کې 20 تنه وژل شوي ، په 36 لاسي بم بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي، په 18 راکټي بريدونو کې دوه تنه وژل شوي،

همدا شان په مځکه کې د ښخ کړل شوؤ ماينونو په 17 چاودنو کې څلورتنه وژل شوي اؤ په دې ټولو بريدونو کې 170 تنان ټپيان شوي هم دي۔

د بلوچستان حکومت ترجمان او ايالتي وزير سردار عبدالرحمان وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل، داسې پېښې په ټوله دنيا کې کېږي خو د هغه په خبره د ايالت د امنيت دخوندي ساتلو په موخه امنيتي ځواکونه پوره چمتو دي.

" دا دومره غټه ستونزه نه ده چې موږ دې په پريشانه شو، وړې وړې پېښې کېږي، د تېر کال او ددې کال په پېښو کې دومره لویې فرق هم نه دی "

دهغه په خبره"ګوره دا بلوچستان دی، دا قبايلي ټولنه ده، قبايلي جنګونه هم کېږې،نور سببونه يې هم دي،او بل زموږ دوه همسايه ملکونه دي، افغانستان او ايران، په افغانستان کې حکومت بدل شو د طالبانو حکومت راغلی، د هغه هم اثرات دي خو دا د پريشانۍ وړ حالت نه دی، دومره خراب حالت نه دی چې موږ په خفه شو چې د امنيت وضعه خوندي ساتل دې زموږ له لاسه وتلي وي"

د بلوچستان ايالت د داخله چارو د وزارت رپورټ دی چې تیرکال 2020م کې په بلوچستان ايالت کې په 139 ترهګريزو بريدنو کې 94 تنان وژل شوي وؤ.

خو بلخوا بيا د جنوبي اسیا د تروریزم پورټل (SATP) لخوا د ورکړل شوؤ معلوماتو له مخې، دکال 2021م په لومړیو پینځوؤ ورځو کې یوازې د مچ په پېښه کې 11 تنه د کولې کان کېندونکي هزاره شيعه ګان وژل شوي وؤ،

پورټل په خپله ويب پاڼه ليکلي چې په کال 2021 م کې په پاکستان کې په مجموعې توګه دترهګريزو پېښو نيمايي ته نزدې په بلوچستان کې ترسره شوې۔

د جنوبي اسیا د تروریزم پورټل (SATP) شمیرو تر مخه د کال 2020 م پر اساس سږ کال په بلوچستان کې امنیتي وضعیت د پام وړ خراب شوی۔

پورټل زياتوي چې په ايالت کې په مجموعي ډول د مرګ ژوبلې په شمیره کې روان کال 40 سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دبلوچستان حکومت دښودل شوؤ شمیرو په پرتله پورټل وایي چې په کال 2020م کې په بلوچستان کې 215 تنه په بېلا بېلو ترهګريزو پېښو کې وژل شوي وؤ

د کال 2021م په اپريل مياشت کې د کوټې په سرينا هوټل کې د چين د سفير و هوټل ته د راتګ پر مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ خو د چين سفير او ملګري يې خاص د بريد پر مهال په هوتل کې موجود نه وو،

د يادې پېښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔

د اګست په مياشت کې په ګوادر کې د چيني انجينرانو پر قافله ځانمرګی بريد شوی ؤ چې پکې څلور ځايي ماشومان وژل شوي او يو چيني انجينئير ټپي شوی و۔

د دې بريد ذمه واري بلوچ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل ای منلي وه۔

په ايالت کې د وسلوالو او بمي بريدونو ذمه واري زياتره وخت بلوڅ وسلوالې بېلتون غوښتنکې ډلې مني، او د دې تر څنګ مذهبي تندروه ډلي هم د ډېری بريدونو ذمه واري قبلوي۔

وتلی خبريال زين الدين وايي چې روان وخت کې وسلوالو د خپلو بريدونو تاکتيک بدل کړی،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د بازارونو او عامو خلکو د نخښه کولو پر ځای بريدګر تنظيمونه اوس يوازې لویې بريدونه کوي او ځانګړی هدف يې امنيتي ځواکونه وي،

د زين الدين په خبره پر پينځلسم اګست د کابل د واک طالبانو ته په لاس کې له ورتللو وروسته ښيي چې په بلوچستان ايالت کې په راروانو وختونو کې حالات نور هم خراب شي۔

"د تحريک طالبان خطره و پاکستان او بلوچستان ته زياتېدای شي، خو د بلوڅ تنظيمونو خطﺭه که څه هم تر پخوا کمه شوې ده خو دوئ بيا هم کوشش کوي چې غټې حملې وکړي، د وړو بريدونو پر ځائ دوی لویې بريدونه کړې هم دي او په دې کې يې ځواکونو ته تاوان هم رسولی دی"

بل خوا د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومت له وسلوالو بلوڅ تنظيمونو, او په نوﺭو ملکونو کې ناست جلا وطن بلوڅ مشرانو سره د خبرو کولو اعلانونه او په دې لړ کې د هڅو کولو ادعاوي کوي او وايي چې يواﺯې د پاکستان ايجنډا او قانون منونکو سره به خبرې کوي ،

خو د د بېلا بېلو وسلوالو تنظيمونو د مشرانو لخوا دغه حکومتي ادعاوې او د خبرو اترو دعوتونه رد کړل شوي، او ددې تنظيمونو له لوري ويل شوي چې دوی په داسې حکومتي دعوو او وعدو باور نه لري ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG