لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوه


Ali Wazir 1
Ali Wazir 1

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوه، او وکيل يې وايي او عدالت د فېصلې اورولو دپاره د 15 جنورۍ 2022 نېټه ورکړه.

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (28دسمبر) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت د علي وزیر پرضد په کال 2018 کې جوړه قضيه کې د ضمانت په خواست اورېدنه وکړه.

هغه وویل عدالت نن فېصله محفوظ کړه او په 15 جنورۍ به يې اوروي.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي وو په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی خو اوس هغه د کال 2018 په مقدمه کې بنديوان دی او په دغه قضيه کې يې د ضمانت په خواست اورېدنه روانه ده.

په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت مقدمه جوړه شوې چې هغه د پي ټي اېم د مې د میاشتې د جلسې دپاره کمپاين کولو. په ياده قضيه کې په علي وزیر فرد جرم لګول شوی دی.

په 13 دسمبر د خېبرپښتونخوا پولیسو عدالت ته خواست کړی وو چې د بنو د عدالت نه يې اجازه غوښتې او دوی علي وزیر په بله مقدمه کې بنو ته ته بوتلل غواړي، خو قادر خان اېډوکېټ وايي، که په 15 جنورۍ عدالت د علي وزیر د ضمانت خواست منظور کړو، او بيا د بنو عدالت که ورانټ رالېږلی وو، علي وزیر به بيا هلته بوځي او که وارنټ يې نه وو رالېږلی هغه به په ضمانت خوشی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG