لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنګو:کوټه کې دګیس په جمع کیدو ښځه،خاوند اؤ دهغوئ څلور ماشومان مړه شوي


دخیبر پښتونخو په هنګو سیمه کې دیو کور دننه په کوټه کې دګیس جمع کیدو له امله ښځه خاوند اؤ دهغوئ ځلور اولادونه مړه شوي دي.

دمرستندویه دولتي اداري ۱۱۲۲ له مخې دغه پېښه تیره شپه دهنګو په ګلشن کالونۍ سیمه کې مخې ته راغلې ده.

دځایي پولیس اؤ مرستندویه ادارې په وینا په دغه سیمه کې د نادرخان نومې سړي په کور کې دشپې په مهال دکوټې دننه دګیس هیټر لګیدلی ؤ .

دشپې دهیټر څخه ګیس په کوټه کې جمع شوی ؤ چې له امله یې دنادر خان،دهغه دمېرمنې، یوې لور اؤ درېوؤ زامنو ساه ګانې ډوبې شوې اؤ دغه شپږ واړه کسان مړه شوي دي.

پولیس وایي د شپږو واړو کسانو مړي یې دهنګو ضلعي روغتون ته وړلي اؤ دپېښې پلټنې یې دبیلابیلو زاویو څخه پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې اکثر دشپې په وخت دګیس بندیدو اؤ بیا ناساپي دچالان کیدو اؤ یا هم دګیسونو د هېټرو اؤ نغرو سوري کیدو له امله دغسې پېښې رامخې ته کیږي چې تر اوسه پکې ګڼ شمیر میرمنو،سړو اؤ ماشومانو خپل ژوند بائللی دی.

د روان کال په پیل کې په شپږمه جنورۍ هم دخیبر پښتونخوا مانسهره سیمه کې دیو کور دکوټې دننه دشپې په مهال دګیس جمع کیدو له امله شپږ کسان مړه شوي وؤ.

په دغه پېښه کې هم ښځه،خاوند،دهغوئ درې ماشومان اؤ دماشومانو نیا مړه شوې وه.

تیرکال هم داګست په میاشت کې دصوبې سرښار پېښور کې دیو خبریال عارف یوسفزئ په کور کې دګیس دسوري انغري نه د وتونکي ګیس له امله اور لګیدلی ؤ چې پکې ددغه خبریال دوه ماشومان مړه شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG