لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال دپاکستاني روپۍ ارزښت 12 فیصدي کم شوی


اقتصاد پوهان وایي په کال 2021م کې د پاکستاني روپۍ قدر 12فیصدي راکم شوی او روان کال د روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ د152.50روپو نه 181.20 روپو ته رسیدلی دی.

د پوهانو وینا ده چې دحکومتي ګامونو باوجود د روپۍ ارزښت غورځیږي او اوس هم د ملک نه په غیر قانوني توګه د ډالرو تګ روان دی.

سرکاری رپورټونه وایي دا وخت د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره زیاته ده او د ډالرو د قاچاق له امله هم دامریکایي ډالرو غوښتنه سېوا شوې ده .

دپاکستان مرکزي بینک او د پلټنو مرکزي اداره هم دعوه کوي چې د روپۍ د قدر په قابو کې دساتلو دپاره یې ګامونه اخستي دي.

پوهان وایی په راتلونکي کال کې هېله شته چې د تیلو بیعې راکمې شي او په پاکستان کې د حیثیت باثباته شي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي د حکومتي ګامونو باوجود پاکستاني روپۍ د فشار ښکار ده او اوس هم په پاکستان کې د ډالرو غیر قانوني کاروبار کیږي.

هغه وایي دسږني کال دپیل راهسې تر اوسه د روپۍ قیمت 12فیصدي کم شوی او د 152روپو نه 180روپو ته زیات شوی دی.

دهغه په وینا په مارچ ،اپریل کې د روپۍ قدر د یو ډالر په مقابل کې د 168روپو نه 152روپو ته راغلی ؤ او بیا وروستو په دې کې پرله پسې کمی کیږي او یوازې په شپږو میاشتو کې دا د 180روپو نه په بره تللی دی.

روان مالي کال کې درامدات په چټکتیا سره زیاتیږي او کرنټ اکاونټ خساره 7.1 اربه ډالرو نه زیاته ده او هم دغه وجه ده د ډالره غوښتنه سېوا ده .

دڅېړونکو وینا ده چې د پاکستان نه افغانستان ته د ډالرو قاچاق کیږي په حکومتي کچه چې کوم ګامونه اخستل شوي د هغې څه غوره نتیجې مخې ته نه دي راغلي او اوس هم د ډالرو غیر قانوني کاروبار کېږي.

د پاکستان مرکزی بینک اسټیټ بینک د ډالر د یو خاص مقدار نه په زیاتو اخستو بندیز لګولی.

تیره ورځ مرکزی د پلټنې اداری ایف ایي ای ویلي د پیسو په غیر قانونی کاروبار کې ککړ 158کسان یې نیولي او 300میلینونه روپۍ یې ترې هم په خپله ولقه کې اخستي دي.

اداره وایي سږکال یې 1.3 اربه روپۍ په قبضه کې اخستې دي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي سږکال به د تیلو قیمتونه نور هم راکم شي او دې سره به د پاکستان په تجارتي خساره کې کمی راشي .

مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په پنځوؤ میاشتو کې کرنټ اکاونټ خساره 7اربه ډالره ده او دا دمجموعي قامي امدنۍ 5.3%برخه ده.

روانه میاشت د پاکستان مرکزی بینک د کرنټ اکاونټ خسارې شرحه 4%ټاکلې او دګرانۍ شرحه یې 11فیصده تړلې ده او پوهان وایي پاکستان له به غیر ضروری درامدات کمول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG