لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: مخالفه ګوندونو د تحصيل چيرمېن او مېر د اختياراتو په کمولو سختې نيوکې کړي


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو د تحصيل په کچه د مقامي حکومتونو يا تحصيل کونسل لپاره د مجوزه رولز اف بزنس سخت مخالفت کړی او دا يې د بلدياتي ټاکنو د قانون او د ايين په ضد بللی دی، دوی ويلي چې په دغه رولز اف بزنس کې د تحصيل چيرمېن او مېر اختيارات کم کړل شوي دي او که چري دا منظور کړل شول نو منتخب شوي د تحصيل ناظمان به د متعلقه اسټنټ کمېشنرانو ماتحت کار کوي.

خو په صوبه کې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف صوبايي پارليماني سېکتر ايوان ته ويلي چې د تحصيل کونسل په رولز اف بزنس کې د ناظمانو اختيارات نه دي کم کړل شوي او د کابينې په اجلاس کې د بحث وروسته به د دغه رولز څخه نا سمې نکتې لرې کړل شي.

تير د (شورو/ چهارشنبې) په ورځ د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د مخالفه ګوندونو غړو وويل چې صوبايي حکومت د چېرمېن او مېر اختيارات د تحصيل په کچه د مقامي حکومتونو په موجوزه رولز اف بزنس کې کم کړي او د اسټنټ کمېشنر اختيارات يې پرې سېوا کړي دي.

غونډې ته په وېنا کې د جميعت علما اسلام ف ګوند سره تعلق لرونکي اپوزيشن ليډر اکرم خان دراني وويل، که چري مجوزه يا وړاندې کړل شوي رولز اف بزنس منظور کړل شول نو تحصيل چېرمين او مېر به د مرستيال کمشنر ماتحت کار کوي کوم چې جمهوري په نظام پسې خندا او د بلدياتي ټاکنو قانون پرضد دي.

" نو موجوده چې کوم رولز اف بزنس راوړي نو دا د اېکټ خلاف ورزي ده، او دا د ارټيکل 140-ای خلاف ورزي ده او دا د قانون د 121 مادې خلاف ورزي ده، په قانون کې د اسټنټ کمېشنر ذکر نيشته په هغې کې صرف د ډپټي کمېشنر ذکر دی هغه هم د مدد لپاره دې ناظم ته به يې امداد ورکولو".

هغه زياته کړه چې يو اړخ ته قانون دی او بل اړخ ته د کابينې رولز دي نو بيا هغه قانون به منلی شي او رولز به نه منلی کيږي، نو اوس که دا رولز منظورېږي نو بيا به مخالفه ګوندونه د دې خلاف هايکورټ ته ځي.

په دغه موقع د مخالفه ګوندونو غړو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سرکاري افسرانو په ځای دې منتخب نماينده ګانو ته اختيارات ورکړل شي.

د صوبايي اسمبلۍ د غونډې چې مشري يې ډپټي سپيکر محمود جان کوله، په دغه موقع د جماعت اسلامي غړي او د خېبر پښتونخوا د بلدياتو پخواني وزير عنايت الله خان وويل چې يو با اختياره بلدياتي نظام راوستل د موجوده حکومت د منشور بنيادي برخه وه، هغه زياته کړه د سرکاري افسرانو په مقابل کې د منتخب نماينده ګانو اختيارات کمول د هغه منشور سره زياتی دی.

"زه ګڼم که د ټاکنو وروسته تاسو داسې رولز اف بزنس جاري کوي چې د هغې په نتيجه کې تاسو د منتخب خلکو اختيارت اخلښ او غېر منتخب خلکو ته يې ورکوئ يا د صوبايي حکومت بلا واسطه کنټرول په دې منتخب چېرمېنانو باندې کوي نو زه دا ګڼم چې دا به تاسو هغه خپل منشور سره زياتی کوئ، په دنيا کې چرته چې هم براه راست چېرمين او مېر منتخب کېږي نو هغوي ته اختيارات ورکړي کيږي، د لندن مېر د هغه ځای د وزيراعظم نه پس طاقتوره څوکۍ ده، ځکه چې هغوي ته براه راست د خلکو مېنډېټ ترلاسه وي".

د مخالفه ګوندونو د بحث په ځواب کې د صوبايي حکومت پارليماني سېکتر شوکت يوسفزۍ وويل چې د تحصيل کونسل رولز اف بزنس به د بحث او منظورۍ لپاره صوبايي کابينې ته وړاندې کيږي او چې کومې نقطې پکې سمې نه وي هغه به ترې لرې کړل شي.

"اوسه پورې د هغې ډرافټ جوړ شوی او په لوکل ګورنمنټ محکمه کې پروت دی، اول خو به دا کابيني ته راځي او چې کابيني ته راشي نو چې دوی کومې نقطې اوچتې کړي دي نو هغې ته به ضرور کتلی شي چې کوم سم او کوم غلط دي نو هغه به مونږه هلته سم کړو، زه دوی ته يقين ورکوم چې کوم اختيار ناظم ته ورکړل شوي دي هغه نه دي چېړل شوي او نه مونږه هغه چېړل غواړو".

د خېبر پښتونخوا د 17 ضلعو په 63 تحصيلونو کې د دسمبر په 19 بلدياتي انتخابات ترسره شوي او د راپورونو ترمخه په پاتو ضلعو کې به دغه ټاکنې د جنورۍ په 16مه نېټه ترسره کيږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG