لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: امریکا له طالبانو سره په خبرو کې موږ په تیاره کې ساتلي وو


واشنګټن ـــ د افغانستان مخکینی ولسمشر اشرف غني وایي که د اګست پر 15مه له هېواده نه وای وتلی نورې وینې به توی شوې وای. وایي د ده تر ټولو لویه تېروتنه دا وه چې پر نړیواله ټولنه یې باور وکړ.

اشرف غني له شاوخوا څلور میاشتنۍ خاموشي وروسته نن له بي سي سي رېډیو سره په ځانګړې ږغیزه مرکه کې د سولې خبرو ته په اشارې وویل، خلیلزاد له طالبانو سره ناستې کولې خو دی او حکومت بېخي له منځه ایستل شوي وو:

"زه په بشپړه توګه په تیاره کې ساتل شوی وم، موږ ته دا موقع بېخي نه وه راکړل شوې چې له هغوی [طالبانو] سره کښېنو، سفیر خلیلزاد به له هغوی سره ناستې کولې او له دې امریکایي موضوع جوړه شوې وه".

امریکا یا زلمي خلیلزاد تر اوسه د اشرف غني مرکې ته رسمي جواب نه دی ویلی، خو خلیلزاد دوې اوونۍ وړاندې وي او اې اردو ته په ځانګړې مرکه کې د دوحې د تړون ملاتړ کړی وو او ویلي یې وو "د حالاتو او شرایطو په تناظر کې د دوحې لوظنامه یوه بهترینه لوظنامه وه".

خلیلزاد هم له افغانستانه د اشرف غني پر وتلو نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې که هغه په هېواد کې پاته شوی وای نو د افغانانو تر منځ به د یوې لوظنامې دپاره یو ښه چانس موجود وای. خلیلزاد په هغه مرکه کې پر اشرف غني د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو تور هم پورې کړی وو.

پر اشرف غني له هېواده تر وتلو وروسته په هېواد کې دننه او بهر کلکې نیوکې شوې وې چې ګواکې ملک یې په حساسو حالاتو کې تنها پرېښوو، خو اشرف غني له هېواده د وتلو د بیړنۍ پرېکړې یو ځل بیا دفاع وکړه او وایي که لږ هم نور پاته شوی وای،‌ دی او د حکومت ورسره کسان به ټول وژل شوي وای.

غني وایي په هماغه سهار ده هیڅ دا فکر نه کاوه چې نن به وطن پرېږدي، وایي ډاکټر محب او د پي پي ایس [د ولسمشر ساتونکي ځواک] مشر ورغلل او ده ته ویې وویل چې ساتونکي ځواک یې پي پي ایس سقوط کړی او نور دا وړتیا نه لري چې د ده ساتنه وکړي:

"دوی ماته وویل که ځنډ وکړم ټول به و وژل شي او زما د دفاع توان به ونه لري، ډاکټر محب خو زیات وېرېدلی وو او ماته یې دوه منټه وخت هم را نه کړ، زما لارښوونه دا وه چې خوست ته د تګ لپاره تیاري وکړه خو هغه راته وویل خوست او جلال اباد دواړه سقوط شوي، کله چې الوتکه پورته شوه زه پوه شوم چې له هېواده وځم، نو دا هر څه ناڅاپي وشول".

اشرف غني دا خبرې د برتانیې د دفاعي ځواکونو له پخواني مشر جنرل سر نیک کارټر سره وکړې، چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د بي بي سي په «ټوډې» پروګرام کې مېلمه ایډیټر وو.

مخکینی افغان ولسمشر- چې دا مهال په عربي اماراتو کې دی- وایي، د طالبانو جنګیالي پر دې رضا شوي وو چې کابل ښار ته به نه ننوځي خو وایي "دوې ګنټې وروسته بیا حالت هغسې نه وو". اشرف غني وایي:

"د طالبانو دوې مختلفې ډلې له دوو بېلابېلو لارو [کابل ته] ننوتلو ته نیژدې شوې وې او دا ممکنه وه چې د دوی تر منځ‌ لویه شخړه شوې وای او د پینځه میلینه ابادۍ ښار تباه شوی او خلک یې له ناورین سره مخ کړي وای".

پر اشرف غني له هېواده د پیسو د وړلو تور لګېدلی وو، چې د افغانستان د بیارغونې څارونکې امریکايي ادارې (سیګار) ویلي پلټنه به یې وکړي خو لا یې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اشرف غني تر دې وړاندې هم له خپلې فېسبوک پاڼې دا تورونه رد کړي او نن یې بي بي سي ته په مرکه کې هم بیا رد کړي او وایي په دې اړه د نړیوالو پلټنو هرکلی کوي او ډاډمن دی چې هیڅ به ثابت نه کړي:

"زه غواړم په واضح ډول ووایم، ما له هېواده هیڅ ډول پیسې نه دي وړې، زما د ژوند طرز هر چاته معلوم دی، ما به په دغو پیسو څه کولای".

اشرف غني په خپله تازه مرکه کې دا منلې چې ځینې تېروتنې شوې وې، چې وایي په هغه کې دا انګېرنه هم شامله وه چې "د نړیوالې ټولنې د صبر پیمانه به ډکه شي".

اشرف غني وایي له طالبانو سره د امریکې تړون د اګست پینځلسمې ته لاره برابره کړه، ځکه چې وایي دا "د سولې د بهیر پر ځای [د امریکې] د وتلو بهیر وو" او وایي دې تړون "موږ ختم کړو".

د مخکیني ولسمشر اشرف غني د تازه مرکې په اړه تر اوسه پر افغانستان واکمنو طالبانو څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG