لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: په دوه بريدونو کې څلور پاکستاني پوځیان او يو پوليس وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په دوه وسله والو بريدونو کې د پوځ څلور عسکر او يو پولیس سرتيری وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې په پوځ د بريد په اړه پوځ په خپله په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو امنیتي سرچينو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې تيره شپه د شمالي وزيرستان د میرعلي د خېسور په کرکڼه کلي کې پوځ د وسله والو د موجودګۍ په اطلاع عملیات کول، خو د پوځي پارټۍ دغه ځای ته په رسېدو وسله والو په دوی ناتاره ډزې پېل کړي او څلور پوځي سرتيري پکې وژل شوي دي.

امنيتي سرچیني ويلي پوځ بیا د وسله والو پرضد عملیات پېل کړي، او علاقه يې په ګېره کې اخستې خو وسله والو ته د اوښتي تاوان په اړه مالومات نه دي خپاره کړی شوي.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې دعوه کړې چې د میرعلي په خېسور کې پوځ په طالبانو چاپه وهلې او بيا نښته شوې او دوی پکې اووه سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه هم کړې ده.

بل لور ته د میرعلي پوليس مني چې پرون په ميرعلي بازار کې يو پوليس سرتيری د نامالومو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

د ميرعلي تاڼې يو چارواکي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د پوليس سرتيري وژنه تاييد کړه او وې ويل په پوځ د برید په اړه مالومات نه لري.

وي او اې ډيوه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) عتيق حسېن سره څو ځله د تماس هڅه کړې خو نوموړي ځواب نه دی کړی.

په شمالي وزيرستان کې په وروستیو کې په امنیتي سرتيرو د بريدونو خبرونه مخې ته راتلل سېوا شوي دي.

په 26 دسمبر په ډېره اسماعيل خان کې د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې د پوځ يو سرتيری وژل وی او بل ژوبل شوی وو.

له دغې وړاندې په 25 دسمبر په شمالي وزيرستان کې د پوځ يو عسکر په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

پوځ دغه پېښه تاييد کړې چې د شمالي وزیرستان په شوه پوسته باندې ترهګرو بريد کړی او پوځي سرتیری نايک نور مرجان پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي وو علاقه به د ترهګرو څخه پاکولی شي. د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې.

هم په 25 دسمبر د شمالي وزيرستان سره په پوله په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پيپلز ګوند يو ځايي مشر نجيب الله مسيد نامالومه وسله والو په ډزو وژلی وو.

په وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی وروسته له هغې راغلی چې د روانې میاشتې په نهم دسمبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره د يوې میاشتې ډز بندۍ ختمولو ویلي وو.

دغه ډز بندي د يوې مياشتې دپاره شوې او د پاکستان حکومت ويلي وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړيتوب يې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرت پېل کړي دي.

XS
SM
MD
LG