لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند د رفال الوتکو اخیستو په ځواب کې له چینه 25 جیټ الوتکې اخلي


واشنګټن ـــ پاکستان د خپل رقیب ګاونډي هېواد په غبرګون کې- چې د رفال په نوم جنګي الوتکې یې اخیستې دي- له چین څخه د جې- 10سي په نوم 25 جنګي جیټ الوتکې اخیستې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د شورو- چارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې دغه الوتکې ګڼ شمېر کارونه تر سره کولای شي او وایي د دغو الوتکو بشپړه سکواډرن یا عمله یې تر لاسه کړې ده.

شیخ رشید په راولپینډۍ کې پخپل کور کې رسنیو ته وویل، دغه 25 الوتکې چې له ټولو موسمونو سره مبارزه کولای شي، د 2022م کال د مارچ پر 23مه به «د پاکستان ورځې» په مناسبت نندارې ته وړاندې کېږي.

د هند ریپبلک ورلډ خبري ادارې پخپل رپوټ کې لیکلي، داسې ښکاري چین د خپل نیژدې متحد پاکستان د ژغورلو لپاره را وړاندې شوی او هغه ته یې خپلې د زیات باور وړ جنګي جیټ الوتکې جې- 10سي ورکړې دي.

شیخ رشید وایي "په لومړي ځل پاکستان ته [د 23م مارچ جشن لمانځلو ته] وي ای پي مېلمانه راځي، د پاکستان هوایي ځواک به د رفال الوتکو په جواب کې په دې کې د چین د جې ایس- 10 (جې- 10سي) الوتکو د الوځولو ننداره وړاندې کوي".

شیخ رشید په خبري غونډه کې نور تفصیل وړاندې نه کړ، چې دغه الوتکې یې په څومره پیسې اخیستې دي او په اخیستلو کې ورسره بل کوم هېواد هم مرسته کړې ده که نه.

ریپبلک ورلډ وایي شیخ رشید چې پر خپلو هغو همکارانو ملنډې وهي چې په انګرېزي یې تعلیم کړی نو ځان د اردو ژبې تعلیمیافته بولي، وایي ځکه خو یې له چینه د اخیستو الوتکو نوم د جې- 10سي پر ځای جې ایس- 10 ووایه.

هند هم په نړۍ کې هغه هېواد دی چې پر دفاعي اړخ زیاتې پیسې لګوي. هند په 2015م کال کې له فرانس سره د 36 رفال جنګي الوتکو د اخیستو تړون کړی وو. له چین څخه د پاکستان د الوتکو اخیستلو اعلان ته یې تر اوسه څه جواب نه دی ویلی.

پاکستان له چینه دا الوتکې په داسې وخت کې اخیستې چې د وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې له سختو اقتصادي ستونځو سره مخ دی. له شیخ رشید څخه په خبري غونډه کې دا پوښتنه ونه شوه چې د دومره ستر دفاعي خرڅ لپاره پیسې له کومه کوي.

د وزیراعظم عمران خان کابینې تقریباً یوه میاشت مخکې یو قرارداد منظور کړ، چې له سعودي عرب څخه به د درې ارب ډالرو پور اخیستو ته لاره برابره کړي.

خو د عمران خان د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم وایي سعودي یواځې دا درې اربه ډالر پور نه ورکوي بلکې پاکستان تمه لري چې سعودي به په راتلونکو دوو میاشتو کې اووه اربه ډالر ورکړي.

مزمل اسلم وایي په دغه اووه اربه ډالره کې به درې اربه نغدې وي، د1.2 ارب ډالرو تېل او 800 میلینه ډالره به د اسلامي پرمختیایي بېنک له خوا د تېلو د اسانتیاوو په مد کې ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG