لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:خیسور کې دعملیاتو په مهال کرځبندیز پرځائ کړل شوی


دشمالي وزیرستان دمیر علي خیسور سیمې خلک وايي د عملياتو پرمهال دغه سیمه کې ګرځبندیز یا کرفیو پرځائ کړل شوې او په علاقه کې په دې یخنې کې عام خلک بند ساتل کیږي خو امنیتي سرچینې وایي دا رسمي کرفیو نه ده بلکې سیمه کې عملیات روان دي ځکه خلک په کورونو دننه ساتل کیږي.

دسیمې دخلکو وینا ده چې خلک دسیمې په روان وضعیت کې خلک د خوراکي توکو د نشتوالي سره د روغتیاؤ د ستونزو سره مخ شوي دي.

په خیسور کې ګرځبنديز وروسته له هغې په ځای کړل شوی چې تیره ورځ یو وسله وال برید کې د پاکستاني پوځ څلور عسکر وژل شوي وؤ او بیا د وسله والو په ضد د لټونې عملیات پیل شوي .

پوځ پخپل یو بیان کې ویلي، د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په میرعلي کې د ترهګرو د موجودیت په خبر دغه عمليات شوي دي.

د پوځ په وینا په دغو عملیاتو کې يو ترهګر سره د وسلې نيول شوی او په نښته کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

پوځ ویلي، په وژل شوو سرتيرو کې 40 کلن حوالدار منور چې تعلق يې د بهاولپور سره وو، د لکي مروت سره تعلق لرونکی 31 سپاهي ذکاالله، د کوهاټ سره تعلق لرونکی 34 کلن سپاهي فرحان او د اېبټ اباد سره تعلق لرونکی 30 کلن سپاهي شيراز شامل دي.

خو دپوځ په بیان کې د ګرځ بندیز په اړه څه نه دي ویل شوي.

که څه هم د هغې پیښې ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخېستې، خو د سیمې یو تن شاکر الله وویل دعملیاتو پرمهال د میر علي په خیسور سیمه کې ګرځبندیز یا کرفیو په ځای کړی شوې او د ګرځ بندیز پرمهال په عامو خلک خپل کورونه خالي کړي او نارینه او زنانه په دوؤ بیلا بیلو ځایونو کې بند ساتل کیږي.

عبد الله نومي تن چې د یوې دینې مدرسې مشر دی وايي ،مدرسې ته د علاقې په سلګونو شمیره زنانه راوستل شوي او دوئ لپاره د یخنۍ د بچ کېدو او خوراک څښاک هیڅ انتظام نه دی شوی.

هغه وویل د ډزو په پیښه کې په مدرسه کې په یوه ماشومه جینۍ دمرمۍ لګیدو له امله دغه جینۍ وژل شوې.

د علاقې یوه مشر ملک نور خان وویل د دوئ په علاقه کې غیر اعلانیه ګرځبندیز په ځائ کړل شوې اؤ د علاقې ټولې لارې روغتونونه او سکولونه تړل شوي دي.

ملک وویل د قام مشران راغونډیږي او هغوئ به اینده لپاره تګلاره جوړوي. چې دوئ احتجاجونه کوي یا بل څه لار یې ګوري؟

وي او ای ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د انتظامیې او د پولیسو مشر عقیق حسین سره د رابطې هڅه کړې خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ویلی.

په سیمه کي یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل، له دې برید وروسته ټوله سیمه امنیتي ځواکونو ګیره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي.

هغه وویل تر برید ورسته دا ترهګر چرته تښتیدلي خو په دې نزدې کورونو کې پټ شوي دي چې پرضد یې د لټون عملیات دوام لري او چې کله دا عملیات مکمل شي دې علاقې نه به دا خنډان ختم کړل شي.

دغه چارواکي وویل چې د ناامنی په پیښو بیا دا خلک په ادارو تور پورې کوي چې د ترهګرو پرضد کاروایي نه کوي او کله چې فوځ کاروایي کوي بیا دوئ وایي چې عامو خلکو ته زیان اړوي.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وؤ.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړې دي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ اؤ نورو ځواکونو د بریدونه او په علاقه کې د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي‌.

بل لور ته پوځ نن د جمعې په ورځ (31دسمبر) مطبوعاتو سره په شریک کړي بیان کې ويلي، امنيتي ځواکونو په ټانک کې ترسره کړو عملیاتو کې شاه زېب عرف ذاکر او دانيال وژلي او د دوی د ولکې نه يې په غټه کچه وسله ترلاسه کړې ده.

پوځ ویلي، وژل شوي ترهګر د امنیتو ځواکونو پرضد په ترهګریزو هلو فعالیتونو، وژنو او تاوان دپاره دتښتونو پېښو کې ککړ وؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG