لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکال ۲۰۱۷نه راپدیخوا پاکستان کې دترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې شوې دي


څيړونکي پاکستان کې دترهګرۍ پيښو کې راغلى زياتوالى د افغانستان د حالاتو سره تړي او مطبوعاتي ريورټونه وايي اګست کې د طالبانو لخوا په کابل له قبضې وروسته تيرو څلور نيمو مياشتو کې پاکستان کې دترهګرۍ ٤٠ لویې واقعات شوي دي.

دکال ٢٠١٧ نه وروسته ٢٠٢١ کې په پاکستان کې دترهګرۍ تر ټولو زيات واقعات رامنځته ته شوي چې پکې د١٨٤ عام وګړو په شمول ١٩٢ امنيتي سر تيرى وژل شوي دي.

څيړونکي پاکستان کې دترهګرۍ پيښو کې راغلى زياتوالى د افغانستان د حالاتو سره تړي او مطبوعاتي ريورټونه وايي اګست کې د طالبانو لخوا په کابل له قبضې وروسته تيرو څلور نيمو مياشتو کې پاکستان کې دترهګرۍ ٤٠ لویې واقعات شوي دي.

بل اړخ ته امنيتي ادارې کال ٢٠٢١ کې د ١٨٨ ترهګرو د وژنې او د ٢٠٠ نه زیاتو دنيولو پخلى کوي.

دپاکستان انسټيټوټ فارکانفلیکټ اينډ سيکورټي سټډيز نومې غير دولتي ادارى ترمخه کال ٢٠٢١ کې پاکستان کې دترهګرۍ ٢٩٤ پيښو کې ٣٧٦ تتان وژل شوي او د ٦٠٠ نه زيات ژوبل شوي دي.

د ادارې رپورټ وايي وړاندې نه د اړي ګړي دښکار بلوچستان صوبه تر ټولو زياته د ترهګرۍ دپيښو نه اغيزمنه شوې او په دې يو کال کې قبايلي ضلعو کې د ترهګرى ١٠٠ نه زيات واقعات رامنځته شوي دي.

رپورټ زياتوي د سندهـ صوبې او ګلګت بلتستان نه علاوه ګرد هيواد کې دترهګرۍ په پېښو کې زياتوالى راغلى دی.

د پکس يوکارمند عبدالله خان کال ۲۰۲۱م کې دترهګرۍ پيښو کې راغلى زياتوالى د افغانستان دحالاتو سره سره تړي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل اګست کې دطالبانو لخوا په کابل له قبضې وروسته يوازې دغه يوه میاشت کې پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټړلو زياتي ٤٥ بریدونه شوي دي.

د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه بزنس ريکاډر کې خپور شوي رپورټ کې هم سږ کال دترهګرى پيښو کې د زياتوالى پخلى شوی دى.

داخباري رپورټ ترمخه کال ٢٠٢١م کې دترهګرۍ ٨٨ لویې پيښى ريکارډ شوې دي.

دبزنس ريکاډر رپورټ دا پخلى هم کوي چې دې کې نيمايي ٤٠ لوىې واقعات کابل کې د طالبان دحکومت راتلو وروسته تيرو څلور نيمو مياشتو کې رامنځ ته شوې دي.

اخباري رپورټ زياتوي د تير نومبر مياشت کې د حکومت او لاقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمنځ له ډز بندۍ ختميدو وروسته قبايلي ضلعو او بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.

کال ٢٠٢١م پاکستان کې دترهګرۍ پيښو کې د راغلي زياتوالي په حواله خپله تجزیه کې ددفاعي چارو بل يو ماهر ډاکټر حسن عسکري ددې په شا لویې علت د رياست ګنګس حیثیت بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د تيرو وختونو په څير سږ کال هم د پاکستان رياست د تندروه ډلو په ضد د دوه ګامه مخکې کولو او بيا د وروسته کيدو تګلاره خپله کړې وه.

د لاقانونه ډلې ټي ټي پي سره دمذاکراتو نه علاوه هم کال ٢٠٢١م کې د پاکستان مرکزي حکومت اړي ګړي اؤ دپوليس چارواکو وژنه کې دککړتيا په تور دمذهبي تندروه ډلې تحريک لبيک پاکستان دلاقانونه ګرځولو حکومتي پرېکړه بيرته اخستې وه.

په عین حال کې د حکومت لخوا د کال پائ یعنې د دسمبر مياشت کې د قامي سلامتيا په اړه اعلان شوې تګلاره د نيوکو سره مخ ده.

څيړونکي اؤ حکومت مخالفه سياستمداران د حکومت څخه ددغه تګلارې د عام کولو او پارليمان ته د بحث لپاره د وړاندې کولو غوښتنې کوي.

له دې وړاندې دحکومتي بلنې باوجود مخالفه ګوندونو دقامي سلامتيا دتګلارى په مسوده د اتفاق رامنځته لپاره د پارليمان دقامي سلامتيا دکميټۍ غونډې ته له تللو انکار کړى ؤ او د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهدري د مخالفه ډلو دا پريکړه بد مرغي ګرځولې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG