لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې سږکال 1357 کسان په جبر لادرکه کړل شوي اؤ 500 پرېښودل شوي دي،رپورټ


پاکستان کې د خلکو په جبر د لادرکه تنانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ډیفنس اف هيومن رايټس په خپل کليز رپورټ کې ویلي چې سږ کال په زور لادرکه کړی شوؤ کسانو کې 500 تنان پرېښودل شوي خو 1357 کسان لا هم لادرکه دي.

د غېر دولتي تنظيم ترمخه سږکال د خېبر پښتونخوا څخه لا درکه شوو 779 کسانو د يو تن هم درک نه دې لګیدلی.

د ډېفنس اف هيومن رايټس مشره امنه مسعود جنجوعه وايي که حکومت، عدالت او پوځي مشرانو دخلکو د لا درکۍ کشاله هواره نکړه نو دوئ به د راتلونکي کال د جنورۍ میاشت د 31 نېټې څخه په اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت لاس پورې کړي.

په جبر د لادرکه تنانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ډیفنس اف هيومن رايټس دکال ۲۰۲۱ کې دلادرکه تنانو په اړه خپل رپورټ کې ویلي چې سږکال ۵۲۲ لادرکه کسان پرېښودل شوي خو وایي چې ۱۳۵۷ تنان اوس هم لادرکه دي.

رپورت کې ویل شوي چې خوشې کړل شوؤ کسانو کې د۱۵ کسانو تعلق دپاکستان دانتظام لاندې کشمیر، داتوؤ تعلق دبلوچستان،د۲۹کسانو تعلق اسلام اباد،د۲۱۴ کسانو تعلق پنجاب اؤ د۵۶ کسانو تعلق دسندهـ صوبې سره دی.

په دې رپورټ کې ویل شوي چې له بده مرغه دخیبر پښتونخوا څخه لا درکه کړل شوؤ ۷۷۹ کسانو یو تن هم لا نه دی خوشې کړل شوی .

دیاد غیر دولتي تنظیم مشرې امنه مسعود وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي چې دلادرکه کسانو دموندنې اؤ خوشې کولو په اړه دهغوئ ټولې هڅې ناکامه شوې دي.

هغه وایي که حکومت دلادرکه کسانو خوشې کولو لپاره په سمدستي توګه څه ګامونه پورته نکړل نو په اسلام اباد کې به د راتلونکې میاشتې د۲۹مې نیټې څخه په احتجاجي پرلت لاس پورې کوي.

امنه مسعود وایي اوس دوئ خپله لاره بدله کړې ده اؤ دلادرکه کسانو کمیشن ته دتګ پرځائ به اوس هغوئ دلادرکه کسانو قضیې نیغ په نیغه ایالتي محکمو ته وړي.

رپورټ کې ویل شوي چې اوس هم دخیبر پښتونخوا ایالت ۷۷۹ اتیا کسان ،دکشمیر۱۸،دبلوچستان ۶۳،داسلام اباد ۵۰ اؤ د پنجاب ایالت ۳۳۰ کسان لادرکه دي.

د رپورټ ترمخه ۷۸ کسان مړه ګرځول شوي دي.

سږکال دنومبر په میاشت کې دلادرکه کسانو دکمیشن لخوا په جاري کړل شوي میاشتني رپورټ کې ویل شوي وؤ چې کمیشن ته دکال ۲۰۱۱م دمارچ میاشتې څخه تر ۲۰۲۱م دنومبر میاشتې پورې په جبر د لادرکۍ ۸۲۷۹ قضیې رپورټ شوې وې چې پکې کمیشن ۶۰۴۷ قضیې هوارې کړې دي.

دپاکستان حکومت کال ۲۰۱۱م کې دلادرکه کسانو دقضیو هوارولو لپاره دا کمیشن جوړ کړی ؤ خو دبشري حقونو اؤ قانوني مرستو نړیوال تنظیم انټرنیشنل کمیشن اف جیورسټ دلادرکه کسانو دموندنې لپاره جوړ کمیشن په بشپړ توګه ناکامه ګرځولی ؤ.

دغه نړیوال تنظیم ویلي وؤ چې کمیشن په جبر دخلکو لادرکۍ کې دککړو کسانو په راښکاره کولو کې ناکامه شوی دی.

پاکستان کې دلادرکه پښتنو اؤ بلوڅانو دحقونو فعالینو دخلکو په جبر دلادرکۍ تورونه په پوځ اؤ استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه په بشپړ ډول ردوي اؤ وایي کیدای شي چې دا لادرکه کسان دبلوڅ وسله والو ډلو په لیکو کې شامل شوي،وژل شوي اؤ یا هم افغانستان ته اوړیدلي وي.

دبشري حقونو نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل تیره میاشت دپاکستان په چارواکو غږ کړی ؤ چې د ریاستي تګلارې په توګه باید دخلکو په جبر دلادرکۍ عمل ودروي.

XS
SM
MD
LG