لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول بيا څلور روپۍ ګران کړی شوي


د پاکستان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) د هدف پوره کولو دپاره پټرول څلور روپۍ ګران کړی شوي دي.

د پاکستان د سرکاري مطبوعاتو ترمخه د تيلو او ګېس د قيمتونو د ټاکلو يا څار ادارې اوګرا وزیراعظم عمران خان ته د تيلو د بييو سېوا کولو سپارښتنه کړې خو ويل شوي وزیراعظم د اوګرا سپارښتنه رد کړې او د يو ليټر پټرولو يواځې د څلورو روپو ګرانولو يې ويلي دي.

ويل شوي د تيلو نوې بيې به نن د خالي/ شنبې د ورځې (لومړۍ جنورۍ 2022) څخه عملي وي.

د نوو بييو ترمخه يو ليټر پټرول د 140 روپو او 82پېسو نه 144روپو او 82 پېسو ته رسېدلي دي.

هايي سپيډ ډيزل د 137روپو 62پېسو نه 141روپۍ او 62 پېسو ته ګران شوي دي. د خاورو تيلو نوې بييه 113روپۍ 53 پېسې ټاکل شوې ده.

د خزانې د وزارت د نوو بييو ترمخه هايي سپيډ ډيزل د څلورو روپو ګرانولو سره د 107روپو او شپږو پېسو نه 111روپۍ او شپږو پېسو ته رسول شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د تیلو په بييو سېوا کولو په سر په حکومت نيوکې کړي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي،

"عمران خان د تيلو بيې سېوا کړې او ولس ته یې د نوي کال ډالۍ ورکړه، عمران خان غټې دعوې کولې چې 2021 به د خوشالۍ کال وي، 2022 راغلو د خوشالۍ دعوې څه شوې؟ په نوي پاکستان کې هر کال د تير نه زيات ګران ګرځي او بيا وايي چې تېر حکومتونه نا اهله وو".

نوموړي غوښتنه کړې چې تيل دې د نړیوالې منډۍ بييو ته راوستل شي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د خزانې وزير شوکت ترين ویلي وو، د ايي اېم اېف د شپږ اربه ډالرو د پېکج ترلاسه کولو دپاره تېل څلور روپۍ ګرانولی شي.

په پاکستان کې د تيلو بيې په داسې حال کې سېوا کړی شوي چې د دسمبر په 16م په ملک کې د تیلو بيې پينځه روپۍ راکمې کړی شوې وې.

په پاکستان کې په وروستیو دوه مياشتو کې د تيلو بیې د يو ليټر په سر د 22 روپو پورې سېوا شوي چې له امله يې په ملک کې د ټولو توکیو بيې ورسره هم لوړې شوي دي.

خو په خپله بيا وزیراعظم عمران خان او حکومتي وزيران وخت په وخت دعوه کوي چې په پاکستان کې اوس هم د نورو هېوادونو په پرتله ګراني کمه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG