لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: نور 556 کسان په کرونا اخته شوي، پنجاب کې د اومېکرون ډول 49 پېښې مخې ته راغلي


په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې په سېوا کېدو شوي او د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې نور 556 کسان په کرونا وايرس اخته شوي او شپږ ترې مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې ټول 28زره 933 کسان مړه شوي دي.

د کرونا دپاره جوړې سرکاري وېب پاڼې ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 629 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې په 12لکه او 95زرو نه سېوا کسانو ته کرونا وايرس لګېدلي، او ويل شوی 12لکه 56زرو نه سېوا ترې ښه شوي هم دي.

خو د صحت چارو کار پوهان وايي په ملک کې ښايي د کرونا پېښې سېوا دي او شمېرې پوره نه مالوميږي.

په وروستيو کې چې د کرونا وايرس اومېکرون ډول مخې ته راغلی او د صحت نړيواله اداره وايي، د کرونا دا ډول ډېر په تېزۍ سره خوريږي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان په پنجاب صوبه کې د اومېکرون 49 پېښې مخې ته راغلي دي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه په 49 کسانو کې د 48 تعلق لاهور سره دی.

په پاکستان کې د کرونا اومېکرون ډول لومړۍ پېښه په 13 دسمبر په کراچۍ کې مخې ته راغلې وه، او په 28 دسمبر د صحت قامي ادارې ویلي وو په ملک کې د اومېکرون 75 مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د صحت د نړيوالې ادارې د مشاورتي ډلې غړی ډاکټر رانا جواد اصغر وايي، په پاکستان کې د کرونا وايرس د پېښو پوره او کره شمېره نه مالوميږي، نوموړی وايي د هغې څو علتونه دي چې پکې بنيادي علت دا دی چې دلته انتظام نشته، او چې څه هم مالوميږي ښه ده اندازه ترې لګي چې کرونا سېوا کيږي که کميږي، خو دا د حالاتو سمه عکاسي نه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل تر څو پورې چې د کرونا وايرس د اومېکرون او ډېلټا ډولونو خبره ده نو په پاکستان کې د کرونا وايرس دغه ډول راغلی دی، او د دې دغه معاينې يواځې په څو روغتونونو يا ليبارټريانو کې کيږي، او خرڅ پرې هم زيات راځي.

هغه وویل په پاکستان کې هم د کرونا اومېکرون ډول هغه شان خوريږي څنګه چې په نورو هېوادونو کې خوريږي.

خو نوموړي وويل بيا هم دومره ده چې د روغتونونو او ليبارټريانو نه معاينې او رپورټونه اخستل کيږي د هغې په حساب ترې د کرونا اندازه لګي.

په پاکستان کې ډاکټران ټينګار کوي، چې خلک دې ويکسين ولګوي او ويکسين د کرونا څخه د بچ کېدو او دفاع يواځينۍ لاره ده.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د څار او انتظام ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر، اېن سي او سي) هم په خلکو غږ کړی چې په نړۍ کې د کرونا اومېکرون وايرس څپه راغلې ده، او پرضد يې دفاع يواځې ويکسين دي، خلک دې زر تر زره خپل ويکسين وکړي. او د کرونا پرضد جګړه کې دې د حکومت سره لاس وکړي.

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا مرکزي وزير اسد عمر په 31 دسمبر ویلي وو په ملک کې اووه کروړه کسانو ته ويکسين لګول شوي دي.

د پاکستان د شمارياتو د ادارې ترمخه د کال 2017 په سرشمېرنه کې مالومه شوې چې د ملک ټوله ابادي 207اعشاريه 68 ملينه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG