لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ار سي داسلام اباد هایکورټ لخوا په خبریالانو دفرد جرم لګولو په پرېکړه مایوسي ښودلې


دایچ ار سي پي لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې خبریالانو ته دخپلو مسولیتونو  ادا کولو دموقعو ورکولو اؤ دمیډیا دازادۍ لپاره ضروري ده چې عدلیه باید دبیروني فشار څخه ازاده پاتې شي.

دپاکستان دبشري حقونو خپلواک کمیشن ایچ ار سي پي داسلام اباد هایکورټ لخوا دانګریزۍ ژبې د ورځپاڼې دي نیوز په خبریالانو دفرد جرم لګولو پر پرېکړه مایوسي ښودلې اؤ وایي چې دمیډيا ازادي خوندي ساتل د عام ولس په ګټه ده.

دایچ ار سي پي لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې خبریالانو ته دخپلو مسولیتونو ادا کولو دموقعو ورکولو اؤ دمیډیا دازادۍ لپاره ضروري ده چې عدلیه باید دبیروني فشار څخه ازاده پاتې شي.

په عین حال کې دپاکستان دننه دخبریالانو سازمانونو واضحه کړې ده چې دعدالت دننه به دې معامله کې فریق جوړیږي.

اسلام اباد هایکورټ دپخواني وزیراعظم نوازشریف په ضد مقدمه کې دسپریم کورټ دپخواني مشر ثاقب نثار لخوا په شکمن ډول داثرانداز کیدو اؤ فشار اچولو په اړه دګلګت بلتستان دمحکمې دپخواني مشر رانا شمیم دحلف نامې قضیه کې په رانا شمیم،د ورځپاڼې دي نیوز په مشر میرشکیل الرحمان ،خبریالانو عامر غوري اؤ انصار عباسي دفرد جرم لګولو اټکل کړی دی.

عدالت ویلي په دوئ دا فردجرم دسپریم کورټ دپخواني مشر قاضي ثاقب نثار په ضد د دروغو دحلف نامې جوړولو اؤ بیا خپرولو په ترڅ کې دعدالت دسپکاوي په اساس لګول کیږي.

تر دې وړاندې دبې پولې خبریالانو په نوم دخبریالانو دحقونو دڅار نړیوالې ادارې دعدالت لخوا داسلام اباد هایکورټ ددې پرېکړې دناچله ګرځولو غوښتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دا پرېکړه پاکستان کې دقانون دسرلوړۍ دبنیادي اصولو څخه سرغړونه ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دپاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس پخواني صدر ښاغلي افضل بټ ویلي چې دعدالت لخوا دا رقم پرېکړې دمیډیا د ازادۍ ختمولو برابر دي.

اؤ دخبریالانو تنظیمونه به دې معامله کې په عدالت کې فریق جوړیږي.

هغه وایي دا دعام ولس دګټو اړوند معامله ده چې ورځپاڼې مخې ته راوړې ده.

افضل بټ زیاتوي خبریال انصار عباسي د رانا شمیم نه دحلف نامې پخلی کړی اؤ‌ ترهغې وروسته یې دا حلف نامه په اخبار کې خپره کړې ده.

هغه پوښتنه وکړه چې "اوس دې کې دیو اخبار یا خبریال څه قصور دی ؟"

افضل بټ وویل دا خبره په وړاندې وړل نه وه پکار اؤ اوس عدالت وایي چې په دوئ(خبریالانو) به فرد جرم لګوي.

هغه وایي چې راولپنډې،اسلام اباد یونین اف جرنلسټس اؤ اسلام اباد پریس کلب به دې معامله کې په عدالت کې فریق جوړیږي ځکه چې دا هر څه دمیډیا د ازادۍ پرضد دي.

دنړیوالو مطبوعاتي ادارو د رپورټونو ترمخه پاکستان له ډیرې مودې راهسې دهغو هیوادونو نوملړ کې شامل دی چې دخبریالانو لپاره خطرناک ګرځول شوي دي.

افضل بټ وایي دتحریک انصاف دحکومت په موده کې دخبریالانو ستونزې زیاتې شوې دي اؤ دوئ په سخت فشار کې خپلې دندې ترسره کوي.

هغه تور ولګولو چې دتحریک انصاف دحکومت راتلو سره سم دطاقتوره پوځي اسټیبلشمنټ په هغو منصوبو عمل پیل شوی چې په میډیا دبندیزونو په هکله دي.

افضل بټ وایي په وړومبي پړاؤ کې په زرګونو خبریالان بې روزګاره کړل شول اؤ‌ ددې ګام مقصد دا ؤ چې ریاست دوئ ته دا واضحه پیغام ورکړي چې که څوک د دوئ خبره نه مني نو له خپلو دندو به لاس وینځي.

خو دتحریک انصاف حکومت بیا په میډیا دبندیزونو تورونه ردوي اؤ دعوه کوي چې دپرمختللو هیوادونو دمیډیا څخه یې هم پاکستان کې میډیا ته زیاته ازادي ورکړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG