لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي راتلونکي کې به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي


په پاکستان کې د شماریاتو اداره وایي په کال 2021 کې ګرانی د 11فیصدي نه12.3فیصدي ته زیاته شوې ده او دکال 2020م په پرتله دسمبر2021 کې ګراني په ریکارډ کچه زیاته شوې ده.

اقتصاد پوهان وایي په نړیواله کچه د تیلو او ګیس د زیاتو بیعو او په ملکي کچه د بجلۍ د زیات قیمتونو او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بيعې د راغورځېدو له امله ګراني زیاته شوې ده.

اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې په دې وروستیو کې دمرکزي حکومت له خوا د مالیاتي بل راوړو نه وروسته به راتلونکي کال کې ګراني نوره هم زیاته شي.

په خیبر پښتونخوا کې داقتصاد ماهر او دکالج استاذ پروفیسر منظور علي وایې د کرونا وبا له امله په نړیوال مارکیټ کې د تیلو ،ګیس او خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوي اؤ په ملکي کچه د توانایۍ د زیاتو نرخونو ،دحکومت له خوا په ټیکسونو کې د زیاتوالي او د روپۍ د ارزښت کمیدو له امله هم په ګرانۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي په تیر دسمبر کې ګراني د 11.5فیصدي نه 12.3فیصدي ته لوړه شوې اؤ دا په تیرو شلو میاشتو کې تر ټولو زیاته ګراني ریکارډ کړی شوې.

اداره وايي په پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې پیداواري لګښتونه زیات شوي او دخوراکي شیانو یو ځائ نه بل ځائ ته په وړلو خرچې هم زیاتې شوي او د هغې اثرات د خوراکي او غیر خوراکي شیانو په بیعو پریوتي دي.

اداره وایي دمیاشتې په حساب په ګرانۍ کې 2.3فیصدي کمی راغلی .

د شمیرنې د ادارې په وینا په کال 2021م کې خوراکي تیل نزدی 60فیصدي ګران شوي، غوړي 56فیصدي، د مسورو دال 33.5فیصدي،غوښه20 فیصدي,چڼه 20 فیصدي اوړه 19فیصدي ، غنم14.6فیصدي,پیۍ 14 فیصدي او چینی 13فیصدي ګرانه شوې.

ددې ترڅنګ دبجلۍ بیعې 60فیصدي او د ودانۍ سامانونه 11فیصدي ګران شوي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي په دې وروستیو کې چې د حکومت له خوا په پارلیمان کی کوم مالیاتي بل وړاندی کړل شوی د هغې اثر به هم په ګرانۍ پریوځي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د پټرولو او ډیزلو قیمتونه زیات شوي او که په نړیوال مارکیټ کې دا راکم نه شي نو ګراني به نوره هم زیاته شي.

د پاکستان دخزانې د وزارت وینا ده چې په نړیوال مارکیټ کې د ګرانۍ له امله پاکستاني روپۍ د فشار لاندې ده او په ګرانۍ کې اضافه کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت نړیواله اداره وایي په نړیواله کچه په ګرانۍ کې 27%اضافه شوې او دا په تیرو 10کالو کې تر ټولو ډیره اضافه ده د ادارې په وینا د نړۍ په پرمخ تللو هیوادونو کې د مخ په ترقۍ هیوادونو په پرتله ګراني زیاته ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG