لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیورنډ کرښې نه دازغن تار نړولو پسر بیا دپاکستان اؤ افغان طالبانو ترمنځ شخړه راپورته شوې


پر ډيوﺭنډ کرښه د اﺯغن تاﺭ لګولو پسر دپاکستان اؤ افغان طالبانو ترمنځ يو واﺭې بيا شخړه رامنځته شوې او طالبانو دبلوچستان ايالت په چاغي ضلعه کې دپولې نه ددغه اﺯغن تاﺭ کټارې نړولې دي.

افغان طالبانو په پاکستان تور لګولی چې دغه کټاﺭې یې په افغان خاوﺭه کې لګولې دي خو تراوسه دپاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وؤ چې پاکستان به په پوله دازغن تارلګولو پروژه طالبانو سره په ګډه دجوړجاړي په فضاء کې سرته رسوي.

په ټولنیزو رسنیو دډیورنډ کرښې نه دطالبانو لخوا دازغن تار په ټولولو اؤ کټارو ړنګولو تاوده بحثونه روان دي اؤ چرته که دطالبانو داعمل دافغانستان دخپلواکۍ دپاره مهم ګرځول کیږي نو هلته ځېنې فعالین شکونه کوي چې طالبان غواړي له دې لارې افغانانو کې خپل محبوبیت سیوا کړي خو نور دوئ دپاکستان دګټو لپاره کار کوي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې مسلح کسان خپله پیژندګلو دافغان طالبانو په نوم کوي اؤ لیدل کیږي چې دوئ دیو ګاډي په مدد سره دشپه په تیاره کې دپاکستان لخوا ازغن تار لپاره لګول شوې ستنې راغورځوي اؤ کټارې ور ړنګوي.

دې ویډيوګانو کې په نظر راتلونکي وسله وال دعوه کوي چې پاکستاني ځواکونو دا کټارې دافغانستان په خاوره کې لګولې دي.

دغه مسلح کسان دپاکستان دا عمل دافغانستان په ضد دتجاوز په نوم یادوي اؤ ترڅنګ یې ګواښ کوي چې بیا به دطالبانو اسلامي امارت داسې تجاوز ونه مني.

پاکستاني چارواکو لا په دې عمل خپل رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې وړاندې چې کله تیره اوونۍ هم پولې نه دازغن تار لرې کولو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ نو پاکستاني چارواکو دریځ خپل کړی ؤ چې دازغن تار کټارې یې پخپله خاوره کې لګولي اؤ دافغانستان خاورې ته نه دي ور اوښتي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې په ډیورنډ کرښه د ازغن تارلګولو پروژه به پاکستان دطالبانو سره په رضا سلا سرته رسوي.

دپاکستان حکومت افغانستان سره پخپله ګډه پوله دازغن تار لګولو عمل په کال ۲۰۱۷م کې پیل کړی ؤ اؤ په اګست کال ۲۰۰۲۱م کې دپاکستان دپوځ یو لوړپوړي چارواکي په تورخم پوله خبریالانو ته ویلي وؤ چې افغانستان سره په غځېدلې ۲۶سوه کلومیټره اوږده پوله دازغن تار لګولو په غرض ۹۰ فیصدي کټارې لګول شوې دي.

پاکستان د ډیورنډ کرښه افغانستان سره دخپل مستقل اؤ نړیوال سرحد په توګه یادوي خو افغانستان لا اوسه پورې د ډیورنډ کرښه دسرحد په توګه نه ده منلې اؤ وایي ددې پرېکړه به دافغانستان ولس کوي.

تر طالبانو وړاندې داشرف غني دحکومت په مهال هم په ډیورنډ کرښه دازغن تار لګولو په معامله دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ څو څو ځله شخړې راپورته شوې وې اؤ حتی څو کرته د دواړو هیوادونو پوځیانو په دې شخړه یو بل سره جګړې هم کړې دي.

دبلوچستان دچاغي ضلعې سره پیوست د ډيورنډ کرښې نه د ازغن تار دکټارو ړنګولو پسر په ټولنېزو رسنیو تاوده بحثونه پیل شوي دي اؤ زیاتره د رسنیو زیاتره فعالین دا طالبانو دا عمل دافغانستان دخپلواکۍ په ګټه بولي.

خو یو شمیر خلک بیا داسې هم لیدل کیږي چې هغوئ خپلو پوسټونو کې په طالبانو نیوکې کړي چې دوئ دپاکستان دګټو دپاره کار کوي خو افغان ولس کې دمحبوبیت پیدا کولو په خاطر د ازغن تار ټولولو ډرامې کوي.

پاکستاني خبریال مرتضا سولنګي په ټویټر لیکلي چې زمونږ دولت دغه جنونیانو سره دافغانستان په واک اخستو کې مرسته کړې،این ډي ایس یې له مینځه وړی اؤ دامریکې مداخله یې ختمه کړې اوس دې نو خوند اخلي.

خو د ټولنیزو رسنیو ډیرو فعالینو بیا د ازغن تار په ړنګولو خوشحالۍ ښکاره کړي اؤ دا طالبانو دا عمل یې دافغانستان دخپلواکۍ لپاره یو مهم ګام بللی دی.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG