په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وويل، رياست دې د پښتنو او پي ټي اېم خبره ومني اوس هم وخت شته، نوموړي په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند نه غوښتنه وکړه، چې د علي وزیر او پي ټي اېم د نورو غړو پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي.
نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ (دوېمه جنورۍ) د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وويل، اوس هم د رياست نه غوښتنه کوي چې د پښتنو او پښتون ژغورنې غورځنګ خبره واوري.
منظور پشتين وويل، (يو زمه واره ریاست ته وايم د يو زمه وار قوم خبره کوم، نن هم وخت شته د پښتنو خبره واوره، نن هم وخت دی د دې تحریک خبره واوره، په دې کې د ټولو خېر دی، او که خبره مو وانه ورېده او يو ځل اوبه د سره تېرې شوې، بيا به چغې وهې، خو بيا به درسره خبره نه کيږي، بيا به انصاف د پښتنو په خپل لاس کې وي).
منظور پشتين وویل د پي ټي اېم ټولې غوښتنې په ځای دي. د پاکستان حکومت د منظور پشتين تازه وېنا ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې حکومت او پوځ په پي ټي اېم تورونه لګولی چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او دعوه کوي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او. تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي وویل، په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت ته وايي چې دلته په کراچۍ کې اوسېدونکي پښتانه انسانان دي، دوی ته دې انساني حقونه ورکړی شي، دا د دې خلکو اييني حق دی، دلته پښتنو ته هيڅ پرمختيايي کار نه دی شوی، دلته په پوليس مقابلو کې پښتانه ځوانان وژل کيږي، ستاسو خاموشي د دې پښتنو دپاره د تکليف وړ ده دا خپله خاموشي ماته کړئ
منظور پشتين د تحریک لبېک پاکستان نومې ډلې د نوم اخستو پرته وویل، په پنجاب کې يوه پرتشدده ډله راپورته شوه، د تشدد د لارې يې احتجاج وکړو، ګملې يې ماتې کړې سړکونه یې بند کړه پوليس يې ووهل وټکول، ګاډي يې وسوځول، رياست د هغو سره معاهده وکړه او د پنجاب حکومت د هغو پرضد جوړې ټولې مقدمې واپس واخستې، د پيپلز ګوند کومه مجبوري ده چې په علي وزیر جوړه مقدمه واپس نه شي اخستی.
نوموړي زياته کړه د پييپلز ګوند د حکومت نه غوښتنه کوي چې د علي وزير او نورو ملګرو پرضد د کرکې او نسلې پرستۍ په بنیادي درغجنې مقدمې جوړې کړی شوي دي هغه دې واپس واخلي.
په کراچۍ کې په کال 2020 کې د دسمبر په میاشت کې د پي ټي اېم د يوې جلسې وروسته په جوړه مقدمه کې د پي ټي اېم مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر، منظورپشتين او نورو پرضد مقدمه جوړه شوې په کومه مقدمه کې چې علي وزیر ته په وروستيو کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی خو نوموړی په کراچۍ کې د هغه پرضد په کال 2018 کې جوړه يوه بله مقدمه کې بنديوان دی او د ضمانت په خواست يې د ترهګرۍ ضد عدالت کې اورېدنه روانه ده.
د پيپلز ګوند د سيند صوبايي حکومت دغه بيان ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي وو، د صوبې وزيراعلي د پي ټي اېم پرضد د کال 2020 د مقدمې په اړه ناخبره ساتل شوی وو.
منظور پشتين وویل د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پښتانه په خپل کلتور کې د ښځو تعليم نه مني، هغه وویل عمران خان ته په دليل سره وايي، درې سوه کاله مخکې خو په پنجاب کې هم تعليم نه وو، اود پښتنو په رواياتو کې داسې هيڅ خبره نشته، پښتانه کله هم د ښځو د تعليم نه دي مخالفه، عمران خان دې دنیا ته پښانه د علم او پوهې دښمنان نه ښکاره کوي. د پښتنو غلطه نمايندګي دنيا ته ښودل د دوی عادت جوړ شوی دی.
عمران خان په 19 دسمبر په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) ته په وېنا کې د پښتنو د ښار او کليوال کلتور په اړه ويلي چې ښاري او کليوال کلتور يې بدل دی، هغه ويلي وو په کليوالو پښتنو سيمو کې څوک تیار نه دي چې خپلې جينکۍ سکولونو ته وليږي، او دا يوه کلتوري مسله ده.
منظور پشتين وویل، د پښتنو سره چې چرته هم ظلم کيږي، پي ټي اېم به يې پرضد ودريږي، افغان ولس په مشکل کې دی، معيشيت يې ختم شو، دې ته مجبور شو چې خپل ماشومان خرڅوي، په افغانستان کې د طالبانو مسلې دي هلته ښځو ته د تعليم حق نه ورکول کيږي، هغه وویل، يوځل هلته د معافۍ اعلان وشو، خو اوس د تير حکومت د کار کوونکو سره ظلم زياتی کيږي، روان دی. پي ټي اېم به د لر او بر ولس دپاره غږ پورته کوي.
د پي ټي اېم مشر وويل، د پښتون وطن دپاره به مبارزه جاري ساتي، د علي وزیر او نورو ملګرو دپاره لاريون پېلوي او يو ځل يې چې لاريون پېل کړو بيا به په بلوڅو هم غږ کوي، او پي ټي اېم لګيا دی په کال 2021 کې د پښتنو سره د روان زياتي په اړه رپورټ تياروی، او نړۍ ته به يې وړاندې کوي.