لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: پاکستان کې د جنسي تيريو پېښې يواځې يو فيصد رپورټ کيږي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، په پاکستان کې د دوه مسلو سره مخ دي، چې پکې يوه د جنسي تيري او بله د غبن ده، او هغه يقين لري چې زیاتره مسلمانې نړۍ ته هم دغه مسلې ورپېښې دي.

عمران خان د مذهبي سکالرانو/ عالمانو پوهانو سره په ويډیو بڼه خبرو کې وویل، ټولنه د دوه جرمونو/ جنايتونو سره مخ ده، يو غبن/ کرپشن او بل جنسي تيری، مونږ وينو چې زمونږ په ټولنه کې د جنسي تيري په جرمونو کې په چټکتيا سره سېوا والی کيږي، او د ښځو او ماشومانو سره جنسي تيری کيږي.

هغه وویل، د بده مرغه د جنسي تيريو په جرمونو کې يواځې يو فيصد/ په سلو کې يوه پېښه رپورټ کيږي، او د هغې مطلب دا شو چې قانون نافذوونکې ادارې يواځې د يو فيصد جرمونو مخنيوی کوي.

د عمران خان په خبره، د هغه په خيال د نورو 99فيصده جرمونو د مخنیوي دپاره به ټولنې له کار کول پکار وي.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، دا حقيقت دی چې په ځانګړي ډول د ماشومانو سره د جنسي تیريو پېښې نه رپورټ کيږي، او په زرګونو پېښې د رپورټ کېدو نه پاتې کيږي.

نوموړي وويل که د دغه جرم مخنیوی کول وي، نو د هغې زمه واري د حکومت ده، د قانون د لارې به يو نظام او تګلاره جوړوي او په هغې کې به بيا د ځان سره د ټولنې ټول خلک لکه د جومات استاز، منتخب نمايندګان، مدني ټولنه او نور به د ځان سره ملګري کوي او د پوهاوي پېغام به کور په کور رسوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دا کار په هوا کې نه کيږي که يواځې يو بیان ورکړی شي. هغه زياته کړه د جنسي تيري د مخنيوي دپاره ادارې جوړې شوي او قانون موجود دی، پکار ده چې ادارې کار وکړي او قانون په عمل کې راوستل شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2021 په لومړو شپږ مياشتو کې په ملک کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2020 کې په پاکستان کې د ورځې په سر اته ماشومان د جنسي تيري ښکار کېدل خو په 2021 کې په دغو پېښو کې زیاتوالی مخې ته راغلی او د ورځې په سر د لسو پورې ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي دي.

عمران خان په خپلو خبرو کې وويل دغه ډول غبن دی، او امکان لري چې د دغه جرم د مخنيوي دپار په يوه کچه کار کيږي، خو کله چې په لاندې کچه سرکاري افسران بډې رشوتې اخلي، د هغه په خيال دلته به هم ټولنې له بډې رشوتې اخستل ناممکنه کول وي. خو د بده مرغه چې کله د اوږدې مودې نه واکمن غبن کوونکي پاتې شي، هغه غبن د قبلولو وړ ګرځوي.

هغه زیاته کړه د هغه په نظر دا يواځې د پاکستان مسله نه ده د زیاتره مسلمان ملکونو مسله ده او پرمخ تللي هېوادونو کې هم دا مسله موجوده ده.

په پاکستان څيړونکي او پوهان وايي په ملک کې د هر جرم د مخنیوي دپاره ادارې او قوانين موجود دي پکار ده چې د جرمونو د مخنيوي دپاره ادارې په چټکتيا سره بې طرفه او سوتره عمليات وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG