لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو د عمر خطاب شېراني په وژنه کې د ککړو کسانو د نيولو دعوه کړې


د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليسو دعوه کړې چې په ډېره اسماعيل خان کې د عوامي نيشنل ګوند د وژل شوي کانديد عمر خطاب شېراني وژنه سياسي يا ترهګره پېښه نه وه، د شخصي اړيکو په اساس هغه وژل شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان ضلعي پوليس مشر (ډي پي او) کېپټن ريټايرډ نجم الحسنېن لياقت نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (3 جنورۍ) خبري غونډې ته وویل، د عمر خطاب شېراني په وژنه کې ککړ درې تنه يې نيولي دي.

هغه وويل په دغو کسانو کې دوه سړي، او يوه هغه د ښځه شامل ده.

پوليس افسر وويل، د شېراني د وژنې علت سياسي او ترهګري نه ده، بلکې د شخصي تعلقاتو په اساس هغه وژل شوی دی.

د شېراني ورور اکبر کمال وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی د چا سره شخصي دښمني نشته خو د هغه د ځينو کسانو سره د پېسو لېن دېن او سياسي اختلافات وو.

شېراني چې د عوامي نيشنل ګوند لخوا د ډېره اسماعيل خان د ښار د ناظم دپاره په بلدياتي ټاکنو کې کانديد وو، په 18 دسمبر 2021 نامالومو کسانو په ډزو وژلی وو، دغه پېښه د 19دسمبر د بلدياتي ټاکنو نه يوه ورځ وړاندې شوې وه.

پوليسو دا خبري غونډه په داسې حال کې وکړه چې د عوامي نيشنل ګوند (موقتي) مرکزي مشر امېر حېدر خان هوتي په وروستيو کې د ډېره اسماعيل خان سفر کړی او هلته يې خبریالانو سره په خبرو کې غوښتنه کړې وه چې د شېراني د وژنې د پېښې دې سیاسي اړخونه وکتل شي.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو ویاند امتياز علي جنجوعه وي او اې ډيوه ته وويل د عمر خطاب شېراني په وژنه کې نیول شوو ککړو کسانو پولیسو ته په پلټنو کې منلې ده چې دوی دغه وژنه کړې او دوی بيا عدالت ته وړاندې کړی شوي او اوس پوليسو ته د اووه ورځو په بدني ريمانډ ورکړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG