لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د پي ټي اېم  پرضد بله مقدمه جوړه کړی شوې ده


د پي ټي اېم د کراچۍ جلسه
د پي ټي اېم د کراچۍ جلسه

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې په دوېمه جنورۍ د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جلسې وروسته د غورځنګ د مشرانو پرضد مقدمه درج شوې ده.

ياده مقدمه چې د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ تاڼه کې درج شوې، د سهراب ګوټ تاڼې پوليس مشر محمد زبېر نواز وي او اې ډيوه ته د مقدمې درج کول تاييد کړي دي.

په مقدمه کې ويل شوي، چې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او ګيله من د سهراب ګوټ په الاصف سکواير کې خلک رابللی او جلسه يې راجوړه کړې وه، د پي ټي اېم مشرانو ورته وېنا ګانې کړي او دوی د جلسې دپاره د حکومت نه اجازه هم نه وه اخستې.

خو د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي، دوی د ضلعې مرستيال کمشنر او پوليس مشر ته د جلسې دپاره خواستونه کړي او د دوی څخه درخواست اخستل شوی وو.

په مقدمه کې تور لګول شوی چې په جلسه کې د 2000 نه 2200 پورې کسان راټول شوي او د پي ټي اېم د 22 نه تر 24 پورې مشرانو ورته د نقص امن پله راپارولو او په مختلفو خلکو کې د دښمنۍ سېوا کولو دپاره ساونډ سسټم کارولی او وېنا ګانې يې کړي دي.

ويل شوي نور الله ترين او ګيله من پشتين په پښتو ژبه کې د سپکاوي او ګډوډي جوړولو د نعرو د لارې خلک راپارول، او د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پاکستان پوليس او د وخت د حکومت پرضد د راپارولو ناوړه توري يې کارول، او ګيله من پشتين د پاکستان د پوځ او مشرتابه پرضد نعرې وهلې او د نور الله ترین په اجازه د افغانستان پينځه/ شپږ بېرغونه جلسې ته راوړل شوي او د پاکستان سره د کرکې دپاره يې رپول.

مقدمه د تعزيرات پاکستان د مادو (120B/124A/114/153A/505B/506/34) لاندې درج کړی شوې ده.

د پي ټي اېم مشر نور الله ترين وي او اې ډیوه ته وويل، په جلسه کې 2000 نه په زرګونو خلک وو او دوی پرامنه جلسه کړې د چا پرضد يې وېناګانې نه دي کړي د پښتنو د حقونو خبره يې کړې ده.

په کراچۍ کې په دوېمه جنورۍ د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کې د دغه غورځنګ مشر منظور پشتين او نورو وېناګانې کړي او منظور پشتين په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت نه د علي وزیر او نورو پرضد د جوړو مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کړې او د پاکستان په رياست يې غږ کړی چې د پي ټي اېم او پښتنو خبره واوري.

مرکزي او د سيند صوبايي حکومت دغو غوښتنو او د منظورپشتين وېنا ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ويلی.

خو له دې وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه په پېسو اخستو او بهرنۍ ايجنډا چلېدو تورن کړی خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي، او وايي پي ټي اېم د پښتنو د حقونو پرامنه غورځنګ دی.

په کراچۍ کې په پي ټي اېم دغه مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې له دې وړاندې د کال 2020 په دسمبر کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته هم د دغه غورځنګ د مشرانو پرضد مقدمه درج شوې او بيا پکې د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزير او نور کسان نيول شوي وو.

په سيند صوبه کې د حکومتي واکمنه ګوند مشر بلاول بټو زرداري د علي وزیر د نيولو غندنه کړې او بیا وروسته يې ویلي وو د علي وزير او نورو پرضد جوړه مقدمه باندې وزیراعلا نا خبره وو او دغه مقدمه د هغه د رضا پرته جوړه شوې وه.

علي وزیر ته په ياده مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی خو هغه دا وخت په کال 2018 کې په کراچۍ کې د هغه پرضد جوړه بله مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او د ضمانت په خواست يې اورېدنه روانه ده.

منظور پشتين جلسې ته په وېنا کې ويلي وو، په نزدیو کې به د علي وزير او پي ټي اېم د نورو بندي غړو د خوشي کولو دپاره په غټه کچه لاريون پېلوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG