لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دناامنۍ پېښو کې 42 فيصدي اضافه،تېرکال 853 کسان وژل شوي


پاکستان کې غېر دولتي څېړنېز ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ویلي تېر کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.

رپورټ وايي د ترهګرۍ او تشدد 75 فيصدي پېښې يوازې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبې څخه رپورټ شوي دي.

دا رپورټ وايي چې کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد پېښو کې د853 کسانو د وژل کیدو ترڅنګ 1,690کسان ژوبل شوي هم دي.

د رپورټ ترمخه کال 2020م کې د تشدد او ترهګرۍ په پېښو کې 600 کسان وژل شوي وو.

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ او تشدد زياتره 75 سلنه پېښې يوازې د خېبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.

د سي ار ایس ایس همکار او ددې سيکورټي رپورټ جوړونکې محمد نفيس ډيوه ته وايي تېر کال داګست مياشت کې د طالبانو په افغانستان د واکمن کېدو وروسته پاکستاني طالبانو د هېواد دننه خپل بریدونه زیات کړي دي.

دی وايي شمېرې ښيي چې کال 2021م کې د ترهګرۍ او تشدد پېښې پنجاب او سندهـ صوبه لږې اغېزمې کړې دي خو په خېبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې دا پېښې تر 74 فيصدى زياتې شوې دي.

د پاکستاني طالبانو لخوا وړاندې ورځو کې جاري شوؤ شميرو کې ښودل شوي چې تر ټولو زیات 45 بریدونه د دسمبر میاشت کې شوي.

هم دا ډول طالبان دعوه کوي چې په شمالي وزیرستان کې یې 82 او باجوړ قبایلي ضلعه کې یې 42 برېدونه کړي دي.

د سي ار ایس ایس دا رپورټ وايي چې کال 2021م کې په ترهګریزو حملو او د سيکورټي ځواکونو په عملیاتو کې هم اضافه ليدل شوې ده.

رپورټ مخکې وايي دغه کال ټول 146 امنیتي عملیات ترسره شوي چې پکې 298 وسله وال یا شر خوښي وژل شوي دي.

رپورټ بيا وايي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د کال 2020م په نسبت کال 2021م کې دا 40 سلنه اضافه په ګوته کوي.

رپورټ وايي2021م کې 403 ترهګريزې حملې مخې ته راغلي او کال 2020م کې دا شمېره 260 پاتې شوې وه.

د رپورټ ترمخه کال 2021م کې څلور ځانمرګي بريدونه شوي چې پکې شل کسان وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه کال 2020م کې دوه ځانمرګي بريدونه ریکارډ کړی شوي وؤ چې پکې لس کسان وژل شوي وؤ.

د امنیتي چارو څېړنکار او د فاټا ريسرچ سنټر اېګزیګټيو ډاېرکټر منصور خان ډيوه ته وايي که څه هم اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی خو په افغانستان کې د پټو پاکستاني طالبانو ځالې به ختمول ممکن نه وي.

هغه وايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د پاکستاني طالبانو فعالیتونه او هلې ځلې اوس په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې ښه په ښکاره کېږي .

دی وايي دترهګرۍ ټول رجحان په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې ليدل کېږي خو اوس ورو ورو دا پېښې باجوړ، مومندو ته غځېږي، کرمه کې هم د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي.

یاده دې وي چې تېر کال د نهم نومبر او نهم دسمبر پورې د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ ډز بندي اعلان شوې وه خو بیا ونه غځول شوه.

د ډزبندۍ په په دغه يوه مياشت کې د پاکستان د طالبانو لخوا د کومې پېښې ذمه واري پرغاړه نه وه اخستل شوې.

له دې مخکې غېر دولتي څېړنېزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د کال 2017م نه وروسته کال 2021م کې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیات واقعات رامنځته شوي چې پکې د 183 عامو وګړو په ګډون 192 امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو وخت په وخت دعوې کړي چې د سيمې څخه یې ترهګري ختمه کړې ده، په قبایلي ضلعو کې امن پرځائ کړې شوی او د افغانستان سره په شريکه پوله د ازغن تار لګولو وروسته د ترهګرو په تګ راتګ کې هم کمی راغلی خو رپورټونه وايي چې اوس هم په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ او هدفي وژنو پېښې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG